1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ولې په کابل کې د خپل سفارت د ویزې څانګه تړلې؟

۱۳۹۸ آبان ۱۳, دوشنبه

پاکستان د دوشنبې په ورځ په کابل کې خپل کونسلي خدمات د غیرې مشخصو امنيتي انديښنو له مخې وځنډول. يوه افغان چارواکي ويلي چې حکومت به دا مسئله وڅيړي خو دوی ته د امنيتي انديښنو په اړه رسمي خبر نه دی ورکړل شوی.

Kombobild Flaggen Afghanistan Pakistan
انځور: Getty Images

په کابل کې د پاکستان سفارت د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نوامبر ۴ نیټه) د يوې اعلاميې په ترڅ کې د ویزې د څانگې د تړلو اعلان وکړ او ویې ويل چې کونسلي خدمات به یې تر نامعلومې نيټې پورې ځنډيدلې وي.

د يکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت «افغان شارزژ دې افير» وربلې وو او په کابل کې یې د خپلو ديپلوماتانو د خونديتو په اړه انديښنې ورسره شريکې کړې وې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي: «افغان شارزژ دې افير ته وويل شول چې د پاکستان د سفارت کارکوونکي په تېرو دوو ورځو کې ځورول شوي دي.»

زياته شوې ده چې دغو کسانو ته  پر سړک خنډ جوړ شوی وو او د سفارت موټرې یې د موټر سايکلونو په واسطه زيانمنې شوي دي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت تازه ټاکل شوي وياند گران هېواد، د اسوشيتد خبري آژانس ته ويلي چې په دې اړه به پلټنې وشي. هغه زياته کړې: «موږ دلته په کابل کې د پاکستان له سفارت سره د دغه مسئلې د ختمولو په موخه په تماس کې يو.»

افغانستان او پاکستان یو له بل سره حساسې اړیکي لري او دواړو هېوادونو تل پر يو بل ډول ډول تورونه لگوي.

bs/ms (AP)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل