1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: پخوانی خارجه وزير شاه محمود قريشي ونيول شو

۱۴۰۲ مرداد ۲۹, یکشنبه

د پاکستان پخوانی خارجه وزير او د اپوزيسيون يو مشر، شاه محمود قريشي، نيول شوی دی. دغه خبره د پي ټي آي يا پاکستان تحريک انصاف ګوند په اېکس يعنې پخواني ټويټر کې کړې ده.

د آرشیف انځور - په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران خان په حکومت کې خارجه وزیر، شاه محمود قریشي
د آرشیف انځور - په پاکستان کې د پخواني صدراعظم عمران خان په حکومت کې خارجه وزیر، شاه محمود قریشيانځور: Salahuddin/REUTERS

ويل کيږي چې قريشي له يوه خبري کنفرانس وروسته په اسلام آباد کې د هغه له کور څخه نيول شوی دی. ډېرو خبريالانو هم دغه خبره تائيد کړې ده. د پي ټي آي يعنې د پاکستان تحريک انصاف ګوند انتقاد کړی او ويلي يې دي چې »د قانون حاکميت او د بيان آزادي په پاکستان کې په بشپړه توګه له منځه تللي.«

ورته نور ولولئ: عمران خان: ګوند مې د «بشپړه سرکوبۍ» سره مخامخ دی

ياد ګوند د پاکستان په رسنيو کې خپرې شوې د دغې نيونې دلايل نه دي په ډاګه کړي. په پاکستان کې د مياشتو راهيسې د قدرت په سر د پخواني لومړي وزير عمران خان او د پخواني لومړي وزير شهباز شريف د حکومت تر منځ جنجال دوام لري.

د کرکيټ پخوانی ستوری عمران خان د اګست مياشتې په پيل کې د اداري فساد د يوې قضيې په سر په درې کاله بند محکوم شوی او زنداني شوی دی. کتونکي د دې تر شا سياسي دلايل ويني.

ورته نور ولولئ: عمران خان بیا ونيول شو

د جمعې په ورځ د پاکستان د انتخاباتو کميسيون وويل چې د مني له پاره ټاکل شوي پارلماني انتخابات به وځنډول شي. په اسلام آباد کې ځينو سرچينو دا هم ويلي دي چې ټاکنې به د ۲۰۲۴م کال تر پسرلي پورې ځنډول کيږي. د پاکستان تحريک انصاف ګوند له دې کبله د حقوقي دعوا د کولو اعلان کړی و.  

(dpa)mns/mks

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل