پاکستان: پر امنيتي پوستې په بريد کي درې افسران وژل سوي
۱۴۰۴ آذر ۶, پنجشنبه
د خيبر پښتونخوا ايالت د هنګو ولسوالۍ د پوليسو مشر خان زېب، ويلي دي چي پوليسو پر يرغلګرو باندي ځوابي ډزي کړي دي او دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي په بريدګرو کي هم څوک وژل سوي يا ټپيان سوي دي که نه.
هغه ویلي دي چي د پنجشنبې په ورځ په بريدګرو پسې لټون او پلټني رواني دي.
که څه هم تر اوسه پوري کومي ډلي د بريد پړه پرغاړه نه ده اخيستې، خو احتمالاً به يې پړه پر پاکستاني طالبانو وي. پاکستاني چارواکو په وروستيو کلونو کي ياده ډله په دغه شان بريدونو تورنوي.
دغه بريد څو ورځي وروسته له هغه سوی چي دوو ځانمرګو بريد کوونکو او يوه وسله وال په پيښور کي د امنيتي ځواکونو پر مرکزي دفتر په بريد کي درې افسران ووژل او ۱۱ نور يې ټپيان کړل.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي، د پنجشنبې په ورځ په هنګو کي وژل سوي افسران د هغوی »د زړورتيا او قربانۍ« په خاطر وستايل او ويې ويل چي په خيبر پښتونخوا کي له وسله والو سره په مبارزه کي پوليس مهم رول لري.
د چهارشنبې په ورځ په يوه بله پيښه کي چي د بلوچستان ايالت په بولان سيمه کي رامنځته سوې تر يوه کور دباندي چاودنه کي درې ماشومان ووژل سول. د پوليسو يوه چارواکي محمد کهوسه، د پنجشنبې په ورځ وويل چي په دې اړه پلټني رواني دي.
په وروستيو کلونو کي په پاکستان کي تاوتريخوالی زيات سوی او حکومت د دې پيښو مسئوليت پر پاکستاني طالبانو اچوي هغه ډله چي په ټي ټي پي هم پيژندل کيږي. پاکستاني طالبان له افغان طالبانو يوه جلا ډله ده، خو له هغوی سره متحده ده.
په پاکستان کي د بريدونو زياتوالي د پاکستان او په افغانستان کي د طالبانو ادارې ترمنځ اړيکي ترينګلي کړي دي او پاکستان پر افغان طالبانو تور لګوي چي له ۲۰۲۱م کال راهيسي (له کله چي طالبان په افغانستان کي بيا واک ته رسېدلي دي) پاکستاني طالبان په افغانستان کي په آزاده توګه فعاليت کوي.
په افغانستان کي د طالبانو اداره دغه تورونه ردوي، خو د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ تاوتريخوالی له هغه وروسته زيات سو چي طالبانو د اکتوبر مياشتي پر ۹ نېټه پر کابل د بې پيلوټه الوتکي بريد پړه پر پاکستان واچوله. تر هغه وروسته د دواړو اړخونو ترمنځ نښتو کي په لسونو سرتيري، طالبان او ملکي وګړي ووژل سول.