پاکستان له نړيوالو غوښتي چې د ميانمار په راخينه ايالت کې دي له روهنګيا مسلمان اقليت سره د تاوتريخوالو په تړاو پر دغه هيواد فشار راولي. ملګري ملتونه بیا وايي چې بنګلديش ته د روهنګیا مهاجرو شمير ۱۶۴ زرو ته رسيدلی.
اعلان
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد آصف د روهنګيا مسلمان اقليت د بحراني وضعيت په اړه ویلي دي چې دا د نړۍ له پاره «يوه وجداني ننګونه» ده او پاکستان په دې برخه کې هر ډول بشري مرستو ته چمتو دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا د پنجشنبې په ورځ خپاره شوي یوه بيان کې په دې اړه ځينو موضوعات ته اشاره شوې چې د پاکستان د ديپلوماتانو په کنفرانس کې ورباندې خبرې شوي دي.
د پاکستان سياسي ګوندونو او د ديني علماو ټولنو له روهنګيا مسلمانانو سره خواخوږي ښوولې او د رپوټونو په حواله د ميانمار مشر يې د روهنګيايانو په عام وژنه تورن کړی او غندلی دی.
د ميانمار په رخاين ايالت کي تقريبا يو میليون روهينګيا مسلمانان آباد دي. خو د دغو مسلمانانو ژوند له کړواونو، زور زياتيو، مفليسيو او غمونو ډک دی. روهينګيا مسلمانان په اصل کي څوک دي؟
انځور: Reuters/M.P.Hossain
روهينګيا مسلمانان هيڅ هيواد نه لري
روهينګيايان کوم هيواد نه لري. دوی په اصل کي د ميانمار يا برما په هيواد کي اوسيږي. خو د دغه هيواد د ۱۹۸۲ کال د قانون له مخي روهينګيايان د ميانمار تابعيت نه سي ترلاسه کولای.
انځور: Reuters/D. Whiteside
شکنجه سوي انسانان
د ميانمار اکثريت اوسېدونکي بودايان دي. پر سخت دريځه بودايانو او د ميانمار پر امنيتي چارواکو تورونه لګول کيږي چي هغوی روهينګيايان شکنجه کوي او حتی د هغوی بنسټيزه بشري حقونه تر پښو لاندي کوي.
انځور: Reuters/M.P.Hossain
نه تګ راتګ نه کار
روهينګيايان نه خو له يو ځای څخه بل ځای ته تللای سي او نه هم د کار کولو اجازه لري. هغوی چي د ميانمار په کومه سيمه کي اوسيږي، ورڅخه غوښتنه سوې چي هغه سيمه خالي کړي. د ميانمار چارواکي وايي چي روهينګيايان په اصل کي په ميانمار کي د اوسېدو حق نه لري.
تر يادې پيښې وروسته د ميانمار په راخينه ايالت کې وضعيت ورځ تر بلې مخ پر خرابيدو شو چې له امله يې په زرونو روهنګيايان اړ شول چې د بنګلديش پر لور مهاجر شي. د رپوټونو پر اساس د مهاجرتونو لړۍ اوس هم ادامه لري.