1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په افغانستان کي بايد د ۸۰يمي لسيزي پيښي تکرار نه شي

۱۳۹۸ دی ۲۷, جمعه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې ویلي دي چې امريکا د خپلو سرتیرو تر ایستلو وروسته هم باید د افغانستان د بیا رغونې له پاره په دې هیواد کې پاتې شي تر څو د ۸۰يمي لسيزي پيښه بیا تکرار نه شي.

USA New York - Pakistanische Botschaft: Außenminister Shah Mehmood Qureshi
انځور: Pakistan Embassy/Washington

په واشنګټن کې د خپل رسمي سفر پرمهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، ویلي دي چې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپلې اوږدې جګړې تر پای ته رسولو او له دې هیواده د خپلو سرتیرو د ایستلو په صورت کې باید د افغانستان د بیا رغونې له پاره هلته پاتې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي، اوسمهال په امریکا متحده ایالاتو کې دی او ټاکل شوې چې په نیږدې راتلونکي کې به له خپل امریکايي سیال مایک پمپیو، سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق په برخه کې د پرمختګونو په هکله ملاقات ولري.

قریشي په خپلو څرګندونو کې خبرداری ورکړ دی چې امریکا متحده ایالات باید د ۱۹۸۹م کال په څیر هغه وخت چې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد ځواکونه ووتل، افغانستان یو ځل بیا له پامه ونه غورځوي. له مایک پمپیو سره تر ملاقات وړاندې قریشي د نړیوالو او ستراتیژیکو مطالباتو په مرکز کې د وینا پرمهال وویل چې «۸۰يم کلونه بیا مه تکراروئ.»

قریشي په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې که چیرته یو بریالی توافق هم رامنځ ته شي، بیا به هم ننګونې موجودې وي نو له دې کبله امریکا متحده یالات او د دوی ملګري او همدا راز متحدین یې باید د خپلو عسکرو وتل ډیر با مسولیته عملي کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: «دوی [امریکا او متحدین] یې باید بیا هم هلته [په افغانستان] کې دخیل وي، نه په جګړه، بلکې په بیارغونه کې باید ښکیل وي.»

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې طالبانو د قطر په پلازمینه دوحه کې له امریکايي چارواکو سره د توافق د لاسلیک او په دې برخه کې د مراسمو په هکله د ملاقاتونو د پیلیدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، پرون د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمښت خبر ورکړی وو او دغه ګام یې د سولې د توافق په برخه کې یو ښه ګام بللی وو. په واشنګټن کې د خپلو څرګندونو په ترڅ کې قریشي وویل چې دوی [طالبان] واقعیت پاله دي، احمقان نه دي او دا چې دوی همدا راز ستړي شوي دي.

(K.H/N.Z(AFP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب