پاکستان: په اورګاډي کې اور لګېدني په لسونو کسان وژلي
۱۳۹۸ آبان ۹, پنجشنبهپاکستاني چارواکو د پنجشنبې په سهار دا خبر تائید کړی دی چې د ګازي اسټوپ د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۶۲ کسان وژل شوي دي.
د پاکستان د ریلوې وزیر شیخ رشید احمد، د جیو په نوم له ځایي تلویزوني چېنل سره په خبرو کې ویلي دي: »دوه اسټوپونه چاودلي دي چې تیل یې درلودل او له دې کبله اور نور هم زیات شوی دی.« د هغه په خبره زیاتره کسان هغه وخت مړه شوي دي چې تر اور لګیدنې وروسته یې له اورگاډي څخه د تيښتي تلاښ کړی دی.
نور ۳۰ کسان د اورګاډي دننه د اور لګیدنې په پایله کې سخت ټپیان شوي دي. اور د اورګاډي په درو ډبو یا واګنونو کې لګیدلی دی.
دغه پيښه د رحیم یار خان، سیمې ته څیرمه رامنځ ته شوې ده. د رحیم یار خان د پولیسو مشر امیر تیمور ویلي دي چې په ټپیانو کې د ۱۲ کسانو وضعیت کړکیچن دی.
ژغورنکو ډلو انديښنه څرګنده کړې ده چې ښایي د مرګ ژوبلې شمیر لوړ شي.
دغه اورګاډی د کراچۍ او لاهور تر منځ د سفر په حال کې وو چې یاده پيښه رامنځ ته شوه. په پاکستان کې وخت ناوخته اورګاډي له پيښو سره مخامخ کیږي، چې اړوند وزارت یې د پانګونې له کمښت سره مخامخ دی.
د همدې میلادي کال په جولای میاشت کې په همدغه ولسوالۍ کې د لاهور څخه یو مسافر وړونکی اورګاډی له بار وړونکي اورګاډي سره جنګیدلی وو چې په پایله کې یې ۲۳ کسان ووژل شول.
(S.R/N.Z(afp,dpa,rtr