1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د اورګاډي په اورلګېدنه کې ۷ کسان مړه شوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۸, جمعه

د پاکستان په جنوب کې په یوه اورګاډي کې د اورلګېدنې له کبله ۷ کسان مړه شوي دي. رپوټونه وايي چې دغه اورګاډی له کراچۍ څخه لاهور ته په لاره وو چې اور ېې واخیست.

د آرشیف انځور - د پاکستان په سیند ایالت کې د ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په ۷مه نېټه د اورګاډي د ټکر انځور، په دغه پېښه کې ۴۳ کسان مړه شوي ول.
د آرشیف انځور - د پاکستان په سیند ایالت کې د ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په ۷مه نېټه د اورګاډي د ټکر انځور، په دغه پېښه کې ۴۳ کسان مړه شوي ول.انځور: Asif Hassan/AFP/Getty Images

د پاکستان د اورګاډو د ادارې یو چارواکي محسن سیال وويل چې دغه اورګاډي د کراچۍ ښار شمال ته په شاوخوا ۵۰۰ کيلومترۍ کې پرتې خیرپور ولسوالۍ کې اور واخیست. هغه وويل ۷ کسان د اور په لمبو کې مړه شوي او يوې ښځې چې د اورګاډي له کړکۍ څخه ېې دباندې ټوپ کړی وو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، په اورګاډي کې اورګېدنه د چهارشنبې په شپه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د مساپر وړونکي اورګاډي پر سر يو موټر اور واخیست.

ورته نور ولولئ:د کندهار-کابل پر لویه لار ترافیکي پيښې مرګ ژوبله اړولې ده

سیال زیاته کړه چې یو شمیر نور موټر هم سخت سوځيدلي او د اورلګېدنې دليل تر اوسه روښانه نه دی.

رپوت وايي دغه اورګاډی له کراچۍ څخه لاهور ته پر لاره وو چې يوه موټر په کې اور واخیست. پر خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې د اورګاډي څو برخې سوځېدلي دي.

پاکستان کې ډيری وخت بې وزله مساپر، د قانوني ممانعت سربېره، له ځانونو سره په اورګاډو کې د ګازو کوچنۍ ډبې انتقالوي چې د سفر پر مهال ورباندې پخلی کوي. له دې نه علاوه په دغه هیواد کې د سفرونو پر مهال نورو لازمو امنيتي مقرراتو ته هم پوره پاملرنه نه کيږي.

ورته نور ولولئ:پاکستان کې ترافیکي حادثه؛ لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي

څو ورځې مخکې د تورخم په بندر کې د غره ښويدو تر ېوې پېښې وروسته هم اورلګېدنه رامنځ ته شوې وه. په دغه پيښه کې شاخوا سل لارۍ چې افغانستان لور ته اوښتو ته ولاړې وې تر غره لاندې شوې وې او نژدې لس کسان مړه شوي ول. چارواکو هغه وخت هم ويلي وو چې د باروړونکو موټرو چلوونکي او د هغوی کلینرانو د پېښې پر وخت ځانونو ته د ګازو پر ډبو پخلي کول.

دلته د اورګاډو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب