د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي چې د دې هیواد پوځ په یوه بې ساري اقدام کې منلې ده چې د یوه کال له پاره خپله بودجه کمه کړي، څو د پاکستان «د اندیښنې وړ مالي وضعیت» سره مرسته وشي.
اعلان
پاکستان په اصولو کې د پیسو له نړیوال صندوق سره موافقې ته رسیدلې دي چې تر شپږ میلیارده ډالرو پور ترلاسه کړي خو پاکستان باید د دغو پیسو د ترلاسه کولو له پاره ځینې اقدامات وکړي چې په پایله کې یې د دې هیواد منفي بیلانس کې بدلون راشي.
د پیسو نړیوال صندوق روښانه کړې ده چې د اسلام آباد له خوا د پیسو تر ترلاسه کولو مخکې باید د دغه هیواد د بودجي کسر د پنځو میلیاردو ډالرو په ارزښت را کم شي. خو مخکنیو پاکستاني لومړیو وزیرانو هیڅ کله هم د دې جرأت نه دي کړی چې د پوځ بودجه کمه کړي، خکه نه یې غوښتل چې د پاکستان له پیاوړي پوځ سره مخامخ شي.
خو داسې ښکاري چې عمران خان د پوځ له جنرالانو سره ښې اړیکې لري نو له دې کبله یې ښايي د حکومت دغه پیاوړې برخه د لګښتونو کمولو ته راضي کړې وي.
د پاکستان د مالي چارو مسوول حفیظ شیخ، به د جون په یوولسمه نیټه د نوي مالي کاله له پاره چې د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې پیلیږي، د لګښتونو پلان اعلان کړي. د پاکستان د غیر متمرکز دولتي سیستم له مخې باید فدرال حکومت د ایالتونو نیمايي بودجه هغوی ته ورکړي. د بودجې د پاتې برخې ډیري پیسې بیا پر لوړو پوځي لګښتونو او د پورونو په ادا کولو باندې مصرفیږي.
عمران خان د سه شنبې په ورځ پر خپله تویتر پاڼې باندې ولیکل چې د پوځ د بې ساري اقدام هرکلی کوي چې په ترڅ کې یې موافقه شوې ده چې د راتلونکې مالي کال له پاره به د پاکستان د اندیښنې وړ مالي وضیعت په پام کې نیولو سره د دې هیواد دفاعي لګښتونه کم کړي.
خان ویلي دي چې دغه اقدام به د دې زمینه برابره کړي چې له افغانستان سره پر پوله د پرتو قبایلو سیمو او بلوچستان پر ودې باندې مصرف وشي.
د پاکستان تیر حکومت پوځي لګښتونه شل سلنه لوړ کړي وو خو داسې ښکاري چې د هند او پاکستان تر منځ د وروستیو شخړو له کبله پوځ تر دې هم ډیرې پیسې مصرف کړې وي. دا په داسې حال کې ده چې عمران خان روښانه کړې نه ده چې د پوځ لګښتونه به څومره کم شي.
له بلې خوا بیا د پاکستان د پوځ یوه ویاند ټینګار کړی دی چې په پوځي لګښتونو کې دغه یو کلن داوطلبانه کموالی به د امنیت په قیمت تمام نه شي. هغه ټینګار کړی دی چې پر دې موضوع سربیره به هم پاکستان د ګواښونو دفع کولو بشپړه وړتیا ولري.
پاکستان د نړۍ یو له لویو پوځونو څخه لري خو منتقدین یې بیا ټینګار کوي چې د پوځ لوړ مصرفونه بې ځایه دي او له کبله یې پاکستان د روغتیا او زده کړې په برخو کې شا ته پاتې دي.
پاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
انځور: picture-alliance/AP
هندوستان
په ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
انځور: Reuters
اسرائیل
له ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
انځور: Reuters/B. Ratner
شمالي کوریا
د اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.