1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان په جماعت سره لمونځ او تراویح ته مشروطه اجازه ورکړې

۱۳۹۹ فروردین ۳۱, یکشنبه

د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي له علماوو سره تر سلامشورو وروسته د ۲۰ مادیې احتیاطي لارښوونو اعلان وکړ. د دغو متفقه لارښوونو په پام کې نیولو سره د جوماتونو د خلاصولو اجازه ورکړل شوې ده.

Pakistan Coronavirus Covid-19
انځور: Reuters/F. Aziz

د پاکستان د ولسمشر عارف علوي او دیني عالمانو د سلا مشورو په نتیجه کې د رامنځته شوي پریکړې په اساس لمونځ به د کلورين په وسیله پر پاکې شوې ځمکې یا فرش ادا کیږي او په جومات کې به قالین، فرش، بوریا او سترنجۍ نه غوړول کیږي. په صفونو کې د دوو تنو لمونځ کونکو ترمنځ باید لږ تر لږه دومره فاصله موجوده وي چې دوه تنه په کې ځایږي. د جومات په احاطه کې باید په یوه ځای کې له راټولیدنې څخه ډډه وشي.

همدارنګه ماشومانو، سپين ږیرو او ناروغانو ته په خپل کور کې د عبادت کولو مشوره ورکړل شوې ده. خلکو ته ویل شوي دي چې هغوی دي اودس، افطار، پيشلمی او نور عبادتونه په کور کې وکړي. که جومات ته د لمانځه د اداء کولو له پاره ځي نو له ماسک څخه دې استفاده وکړي.

په حکومتي اعلامیه کې واضحه نه ده چې دا یوازې مشورې دي او یا دا چې دا داسې حکومتي لارښوونې دي چې عملي کول یي الزامي دي.

په پاکستان کې په تیرو اونیو کې د ګرځبندیز سربیره په یو شمیر جوماتونو کې د جمعې لمونځونه ادا شوي دي چې تر ټولو واضحه بیلګه یي په اسلام آباد کې لال مسجد دی چيرې چې دا تیره جمعه هم د جمعي لمونځ په جماعت سره ادا شو او پولیس او سیمه ایز حکومت یي مخه ونه نیولی شوه.

د پاکستان ولسمشر، عارف علويانځور: AFP/Getty Images/F. Naeem

د یادونې وړ ده چې په سعودي عربستان او یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو کې د کرونا وبا د خپریدو خطر په پام کې نیولو سره په جماعت سره لمونځ او د روژې په میاشت کې په جماعت سره پر تروایح لمونځونو د بندیز لګول کیدو اعلان شوی دی. خو په پاکستان کې مذهبي کړیو حکومت ته ګواښ کړی وو چې د رمضان میاشتې په راتګ سره به جوماتونه خلاص کړي.

د حکومت او مذهبي مشرانو په ګډه پریکړه کې دا هم ویل شوي دي چې که پر دغو لارښوونو عمل ونه شو، نو په هغه صورت کې به حکومت پر خپلې پریکړې دوباره غور وکړي.

حکومت دا هم ویلي دي چې د ځینو سیمو د شرایطو په پام کې نیولو سره ممکن جلا پالیسې اختیار کړای شي.

په پاکستان کې د شنبې تر ماښامه پورې د کووید-۱۹ د مثبتو پيښو شمیر له ۷۶۰۰ څخه لوړ شوی دی په داسې حال کې چې د دې ویروس له امله د مړو شمیر ۱۴۴ ته رسیدلی وو.

روغتیایي متخصصین ویره لري چې د مرکزي حکومت له خوا په محدودیتونو کې د نرمۍ په راوستلو او د رمضان پر مهال د خلکو له اجتماعاتو او راغونډیدنې سره کیدای شي حالات لا پسې خراب شي.

دویچه ویله: ش.ن/ق.ن

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب