1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي په زرو پلویانو دعمران خان د خلاصون غوښتنه وکړه

۱۴۰۳ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو ویلي دي چی د ددغه هیواد د پخواني صدراعظم عمران خان د نیولو په لومړۍ کالیزه کي د هغه په زرونو پلویانو د نوموړي هیواد په شمال لویدیځ کي د مظاهرو په ترڅ کي د هغه د سمدستي خلاصون غوښتنه کوله.

Pakistan Karachi | Proteste gegen angebliche Wahlmanipulationen nach Parlamentswahlen
انځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د دوشنبه په ورځ د خیبرپښتونخوا په ناآرامه ایالت د سوابي په ښار کي چي د عمران خان په مشرۍ  د «پاکستان د تحریک انصاف» د گوند  (پی تی آی) تر واکمنۍ لاندي دی، په زرو کسانو د دغه پخواني صدراعظم د خلاصون له پاره مظاهرې ترسره کړې. دغه مظاهرې د نوموړي اپوزیسیون گوند د کمپاین د یوې برخي په توگه، له لا زیات ځنډ پرته له زندان څخه د عمران خان د آزادیدو له پاره د صدراعظم شهباز شریف د حکومت تر فشار راوستلو په هدف دي.

په سوابي کي د عمران خان د پلویانو څه د پاسه ۱۰ زره کسانو د خپل گوند بیرغونه رپول او د هغه په پلوۍ یې شعارونه ورکول.

د  (پی تی آی) گوند لوړپوړو چارواکو په خپلو ویناوو کي مظاهره کوونکو ته وویل چي عمران خان به ډیر ژر د هغوی په منځ کي وي. خو هغوی په دې هکله نوري څرگندوني ونکړې.

دا له ۲۰۲۲ کال وروسته یو له سترو احتجاجونو څخه وو چی عمران خان په نوموړي کال کي په پارلمان کي د نه باور رایو په گټلو سره د پاکستان له صدراعظمۍ څخه لیري کړای سو.

پاکستان: بلوڅانو ولې په مظاهرو لاس پورې کړی؟

03:05

This browser does not support the video element.

د خیبر پښتونخوا د ایالت لومړي وزیر، علی امین گنډاپور له احتجاج کوونکو څخه وغوښتل ترڅو په راتلونکو اونیو کي په اسلام آباد کي د یوه لاریون له پاره آماده سي، دا ځکه چي د تحریک انصاف گوند غواړي د رواني میلادي میاشتي په آخره او یا هم راتلونکي میاشتي په لومړیو کي ددغه هیواد په پلازمینه کي ستري مظاهرې پر لاره واچوي. هغه وویل، که د تحریک انصاف گوند ددغه هیواد په پایتخت کي د مظاهرو اجازه ترلاسه نکړه ، بیا به نو له هر ډول بندیز څخه سرغړونه وکړي.

عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اگست پر ۵ مه پس له هغه ونیول سو چي په اسلام آباد کي یوې محکمې  د اختلاس په هکله یوې دوسیې له امله په دریو کلونو بند محکوم کړ.

دغه پخوانی صدراعظم پر بیلابیلو محکومیتونو سربیره، په پاکستان کي یو پیاوړی شخصیت پاته سوی دی. په وروستیو میاشتو کی د هغه محکومیتونه یا ځنډول سوي او یا هم لغوه سوي دي. سربیره پر دې عمران خان لاهم د زندان د میلو شاته ناست دی، ځکه چي د هغه په وړاندي هغه دوسیې لا نه دي بشپړې سوي چي د هغه د گوند په حواله، د سیاسي انگیزې په لرلو سره جعلي دي. د شهباز شریف حکومت بیا دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چي عمران خان ته د عادلانه محاکمې فرصت ورکول سوی دی.

پاکستان: د پښتنو د احتجاجونو ترشا څه دي؟

04:03

This browser does not support the video element.

GP/AA/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل