1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيپاکستان

پاکستان: په شمالي وزيرستان کې د نجونو یو ښوونځی الوځول شوی

۱۴۰۳ مرداد ۱, دوشنبه

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل چې شکمنو وسله والو په شمالي وزيرستان کې د نجونو یو ښوونځي په بمونو الوځولی دی. دغې پېښې یو ځل بیا په سيمه کې د نجونو د تعلیم په تړاو امنيتي اندېښنې ډېري کړي دي.

د آرشیف انځور - د پاکستان پولیس وايي چې په شمالي وزيرستان کې د ښوونځي د تخریب په تړاو د شواهدو تر موندلو وروسته ېې تحقیقات پيل کړي دي
د آرشیف انځور - د پاکستان پولیس وايي چې په شمالي وزيرستان کې د ښوونځي د تخریب په تړاو د شواهدو تر موندلو وروسته ېې تحقیقات پيل کړي ديانځور: Karim Ullah/AFP/Getty Images

د آلمان خبري آژانس په حواله، د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د ښوونځي ساختمان په الوځولو کې له چاودېدونکو موادو استفاده شوې ده.

د ځايي پولیسو یو افسر، محبوب خان، د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۲مه) وويل چې د ښوونځي ساختمان د شپې له خوا په بمونو الوځول شوی دی.

په پېښه کې د ښوونځي د ۷ ټولګيو څخه ۵ يې له خاورو سره خاورې شوي. د ځاني تلفاتو رپوټ نه دی ورکړل شوی. زیاته شوې ده چې په دغه ښوونځي کې چې دا مهال د دوبي رخصتیو په خاطر تړل شوی وو، شاوخوا ۲۵۵ زده کوونکي زده کړې کوي.

خان وويل پولیسو په سیمه کې د حملې په تړاو د شواهدو تر موندلو وروسته تحقیقات پيل کړي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت شمالي وزيرستان اوږده موده د القاعده شبکې او طالبانو پورې تړلو ډلو مرکز ګڼل کېد. دغه ډلې له ۲۰۱۴م کال راهیسې د پاکستان پوځ تر تعقیب او حملو لاندې دي.

په ۲۰۱۴م کال کې د پاکستان پر یو پوځي ډوله ښوونځي حمله کې شاوخوا ۱۵۰ ماشومان ووژل شول. وروستۍ پېښې يو ځل بيا په سیمه کې د نجونو د تعلیم په برخه کې امنيتي اندېښنې ډېري کړي دي.

(dpa)mks/nz

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب