پاکستان وايي د داعش څلور غړي يې وژلي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۸, یکشنبهله ملتان څخه د اسوشتيد خبري آژانس د رپوټ په حواله، د پاکستان د تروريزم پر وړاندې د مبارزې ادارې د يکشنبې په ورځ (د می ۱۷مه) په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې پورې اړوند دغه څلور کسان د شپني عملياتو پر مهال وژل شوي دي.
زياته شوې چې دغه عمليات د پنجاب ايالت په يوې ډيرې محافظه کارې ولسوالۍ، بهاولپور کې چيرته چې سني مذهبه وسلوال ډير قوي شتون لري، وژل شوي دي.
په اعلاميه کې زياته شوې ده چې پوليسو د عملياتو پر مهال وسلې او چاوديدونکي مواد چې د بمونو په جوړولو کې ورڅخه کار اخيستل کيږي هم کشف او ترلاسه کړي دي.
زياته شوې چې وژل شوو وسلوالو غوښتل د يوه مذهبي اقليت پر يوه عبادت ځای باندې بريد وکړي، چې د پولیسو د دغه اقدام په نتيجه کې د هغوی دغه پلان شنډ کړل شو.
د پاکستان د تروريزم پر وړاندې د مبارزې ادارې په دې اړه نور زيات معلومات نه دي ورکړی.
د پاکستان امنيتي ځواکونو د ورستيو کلونو په جريان کې د وسلوالو ډلو پر ضد چې د افغانستان پولې ته نژدې پرتو قبايلي سيمو ته تښتيدلي، دې ته ورته ډير عمليات ترسره کړي دي. دغه سيمه د کلونو راهیسې داعشيانو په ګډون، د مختلفو اورپکو ډلو له پاره د يوې امن سيمې په توګه ياديږي. داعش په ورستيو کې د ګڼو بريدونو مسئوليت منلی دی.
آژانسونه/ م.ک.ص/ ا.ا