پاکستان په قبایلي سیمه کې د بې پولو ډاکټرانو فعالیت بندوي
۱۳۹۶ شهریور ۲۴, جمعهبې پولو ډاکټرانو یا (MSF) ویلي چې د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په قبایلي سیمو کې پرته په کرمه ایجنسي کې د پاکستان حکومت د دوی د فعالیت د جواز د بیا نوي کولو څخه ډډه کوي. دغه خیریه سازمان په دې سیمه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د چهارشنبې په ورځ کاتریني مودي چې په پاکستان کې د دې سازمان استازې ده، د یوې بیانیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې «د بې پولې ډاکټرانو سازمان د هغو چارواکو د پریکړې له امله په خفګان کې دی چې په کرمه ایجنسۍ کې د خیریه سازمانانو مسوولیت لري.»
دغه قبایلې سیمې د پاکستان په کچه تر ټولو بې وزله سیمې دي چې شاوخوا سل کاله وړاندې د بریتانیا د واک پرمهال د معرفي شوي یو سیستم په چوکاټ کې په قبایلي کچه مدیریت کیږي.
بل لوري ته په کرمه ایجنسي کې یو لوړ پوړي دولتي چارواکي د دې خبرې پخلی کړی چې وروسته له هغې چې د بې پولو ډاکټرانو د فعالیت جواز تاریخ پای ته رسیدلی، له دوی څخه غوښتل شوي چې دلته خپل فعالیتونه متوقف کړي.
د پنجشنبې په ورځ یاد چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې «له دوی څخه غوښتل شوي چې تر هغه پورې چې د دوی د کار جواز نه وي تمدید شوی، خپل فعالیتونه ودروي.» نوموړی همدا راز زیاتوي چې دولتي چارواکي د ټول پاکستان بیا په ځانګړې توګه په قبایلي سیمو کې د خیریه سازمانونو فعالیتونه له نږدې څاري.
په عین وخت کې دې سازمان ویلي چې په داسې حال کې چې دوی په دې قبایلې سیمه کې د تیرو ۱۴ کلونو راهیسې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، پاکستاني چارواکو دوی ته تر اوسه پورې د جواز د نه تمدید په هکله جزئیات نه دي ورکړي.
په داسې حال کې چې که څه هم په دې وروستیو کلونو کې د یاغیانو پر ضد تر یو لړ پوځي عملیاتو وروسته په پاکستان او بیا په قبایلي سیمو کې د تاوتریخوالي پیښې کمې شوي، خو کرمه ایجنسي بیا هم د ترهګرو ډلو له پاره یو تر ټولو ښه هدف دی.
د همدې کال په جون میاشت کې د کرمې ایجنسۍ مرکز پاړه چنار چې زیاتره اوسیدونکې یې شعیه مسلمانان دي، د یو لړ خونړیو بریدونو شاهد و. د روژې په وروستیو او له اختر مخکې د همدې سیمې په یوه مارکیټ کې غبرګو چاودونو شاوخوا ۶۹ کسان ووژل او له ۲۰۰ ډیر یې ټپیان کړل.
د قبایلي سیمو اوسیدونکو بیا په دې سیمو کې د پرمختیايي پروژو او د امنیت د نشتون له امله پر اسلام آباد نیوکې کوي. د بې پولو ډاکټرانو سازمان په ۲۰۰۴م کال کې په کرمه ایجنسې کې خپل فعالیت پیل کړ. د دې سازمان په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې «موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو چې په پیښور ښار کې زموږ د ښځینه وو له پاره د روغتون له لارې د فاټا یا قبایلي سیمو میرمنو او تازه زیږیدلو ماشومانو ته خپل خدمتونه وړاندې کړو.»
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.04.2015):