د پاکستان د پوځ يوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې فاير شوی راکټ خپل هدف ډير دقيق په نخښه کړې دی. ده زياته کړې ده چې د بابر - ۳ ډوله دا کروز توغندی۴۵۰ کيلومتره واټن وهلی شي او په اټومي سرګلولو سنباليدلای شي.
د پوځ دغه وياند زياته کړې ده چې بابر- ۳ توغندی له ځمکې څخه پر ځمکه ويشتونکی توغندی بابر - ۲ سمندري بڼه ده چې په دسمبر میاشت کې آزمول شوی وو. د دې نوي توغندی د آزمويني په اړه د پوځ ویاند وويل:
«پاکستان دې پرمختګ ته د خپلې دفاعي پاليسۍ د پياوړتيا او اعتبار په برخه کې د يوه مهم ګام په سترګه ګوري.»
انځورونه: په پاکستان کې د وسلو نندارتون
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ۲۰۱۴ کال د دفاعي وسلو څلور ورځنې نندارتون د پنجشنې په ورځ (دسمبر ۴مه نیټه) پای ته ورسید. په دې نندارتون کې تر ۶۰ ډیرو نړیوالو او تر۷۰ ډیرو پاکستاني شرکتونو گډون کړی وو.
انځور: DW/Rafat Saeedپه دې نندارتون کې د نړۍ له مختلفو برخو څخه تر ۶۰ ډیرو استازو گډون کړی وو. همدارنگه تر ۷۰ زیات پاکستاني شرکتونو په دې نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.
انځور: DW/Rafat Saeedد پاکستان په کرچې ښار کې دغه څلور ورځنی نندارتون د دوشنبې په ورځ پيل او د پنج شنبې په ورځ پای ته ورسید. د دغه نندارتون د پرانیستي په غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، هم گډون کړی وو.
انځور: DW/Rafat Saeedپه دې نندارتون کې د یوه روسي چورلکي جوړونکي کمپنې له خوا هم یوه غرفه موجوده وه. داسې ښکاري چې په دې ورستیو کې د پاکستان او روسي تر منځ په دفاعي برخه کې همکاري ډیره شوې وي.
انځور: DW/Rafat Saeedدغه نندارتون ته په پاکستان کې د جوړو شویو وسلو له پاره د بازار موندنې په برخه کې د یوې لوې لاسته روړنې په سترگه کتل کیږي.
انځور: DW/Rafat Saeedپه دې نندارتون کې د یوې غیر پاکستاني شرکت له خوا د ښارونو د څارنې له پاره کاریدونکي «یو ای وي» یا کمره لرونکي وړوکې الوتکه هم نندارې ته ایښودل شوې وه.
انځور: DW/Rafat Saeedپه پاکستان کې جوړیدونکي زغروال موټر هم د بهرنیو نندارچیانو پام ځانته را واړوه.
انځور: DW/Rafat Saeedپه نندارتون کې د پاکستان او چین له خوا په گډه جوړې شوې نوې جنگي الوتکې (جي ایف ۱۷ تندر) هم د خلکو پام ځانته را راواړوه.
انځور: DW/Rafat Saeedد نندارتون یو گډونوال د اوکراین په غرفه کې د دغه هیواد له خوا نندارې ته ایښودل شوې یو ټوپک گوري.
انځور: DW/Rafat Saeedد یوه چنایې کمپنۍ له خوا جوړ شوي زغروال واسکټونه او نور وسایل هم نندارې ته ایښودل شوي ول.
انځور: DW/Rafat Saeedد نندارتون نندرچیان د پاکستان هوایې ځواکونو له خوا نندارې ته ایښودل شوو جنگي الوتکو سره خاصه دلچسپي ښکاره کړه..
انځور: DW/Rafat Saeedیو بهرنې د پاکستاني پوځ د درنو وسلو په غرفه کې ایښودل شوي نمونې گوري.
انځور: DW/Rafat Saeedپه پاکستان کې د پوځ له پاره جوړیدونکي خیمې یا سیار کمپونه د هر ډول آب و هوا سره د مقاومت توان لري.
انځور: DW/Rafat Saeedپه دې نندارتون کې د پاکستان له خوا له جوړیدونکو بې پیلوټو الوتکو څخه نیولې بیا ترد لنډ واټن توپونه هم نندارې ته ایښودل شوې ول.
انځور: DW/Rafat Saeed پاکستان او ګاونډي يې، هند په ۱۹۹۸م کال کې په اټومي وسلو د ځانونو تر سنبالولو راهيسې وخت نا وخته د توغنديو آزموينې کوي.
تير کال پاکستان د هند له خوا د بالستيک ضد توغنديو پر آزموينو ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه. د رسنيو د رپوټونو په حواله د هند د بالستيک ضد توغندی د اټومي ميزايلونو د له منځه وړولو وړتيا لري. هند د تير کال په مي میاشت کې دغه توغندی تجربه کړ.
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د هند پر يوه پوځي اډې تر وسله وال بريد وروسته، چې هند یې پړه پر پاکستان اچوي، د دواړو هيوادونو اړيکې ډيرې ترنګلې شوي دي.
د راکټ پر آزموينه د هند له خوا تر اوسه کوم تبصره نه ده شوې.