د پاکستان د پنجاب ایالت د پاکپتن سيمې د مدرسې يوه ښوونکي پر يوه ۱۱ کلن ماشوم باندې د جنسي تیري هڅه کړې وه. تر دې پېښې وروسته دا ماشوم ويره لري.
د دې ماشوم ترور شازيه (مستعار نوم) اسوشيتد پريس خبري آژانس ته وويل چې د معيد شاه په نوم تورن تن پر ماشومانو د جنسي تيري په مرض اخته دی او مخکې یې هم پر يو شمير هلکانو او نجونو جنسي تیری کړی دی.
هغې وویل چې د مدرسې دې ښوونکي پر يوې ماشومې د جنسي تیري پر وخت د هغې ملا ور ماته کړې وه. د شازيه په خبره د پاکستان په ديني مدرسو کې جنسي تيری د يوې وبا په څير خپور شوی دی.
د اسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله په پاکستان کې تر ۲۲ زرو زياتې راجستر شوې مدرسې موجودې دي. په دې مدرسو کې تر شلو لکو زيات ماشومان په زده کړو بوخت دي. پر دې سربیره په هيواد کې د هغو مدرسو شمير هم څو سوو ته رسيږي چې په رسمي توګه ثبت نه دي.
د دې خبري آژانس د رپوټ په حواله د پاکستان د پوليسو په مختلفو مرکزونو کې د ديني مدرسو د استادانو پر وړاندې په لسونو حقوقي دعوې ثبت دي، خو د څيړنې کارونه یې په ټپه ولاړ دي.
په پاکستان کې د زده کړې د اړتیا د پوره کولو هڅې
په پاکستان کې شخصي ښوونځي، خیریه سازمانونه او دیني مدرسې د دولتي ښوونځیو د کمښت د پوره کولو په هڅه کې دي ترڅو په دې هیواد کې د ۵۰ میلیونه هغه ماشومانو چې غواړي ښوونځیو ته ولاړ شي، دوی ته د تعلیم او تربیې فرصت برابر کړي. انځور: Reuters/C. Firouz په پاکستان کې ۲۰ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي په پاکستان کې د ۲ لکه او شل زره ښوونځیو د شتون سربیره په دې هیواد کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي. د رویترز خبري آژانس په حواله د ۲۰۱۰م کال راهیسې د پاکستان حکومت هر کال په خپله بودیجه کې د تعلیم د سکتور د ودې له پاره ۱۵ سلنه بودیجه زیاتوي خو بیا هم ډیر څه باید ترسره شي.
انځور: Reuters/C. Firouz د پاکستان د تعلیم د سکتور بودیجه ۸ میلیارده ډالر ټاکل شوې د ملګرو ملتونو په حواله پاکستان په خپله اوسنې بودیجه کې ۲،۶ سلنه بودیجه د تعلیم په سکتور مصرفوي چې شاوخوا ۸ میلیارده ډالر کیږي.
انځور: Reuters/C. Firouz مدرسې د زده کړې د نظام بدیل د پاکستان په مري ښار کې دوه کوچني ماشومان په یوه مدرسه کې قرآن شریف لولي. د پاکستان د زیاتره بې وزله کورنیو د ماشومانو له پاره مدرسې د عادي تعلیمي نظام ښه بدیل ګڼل کیږي.
انځور: Reuters/C. Firouz په پاکستان کې د شخصي ښوونځیو د ښوونکو په حواله په دې هیواد کې د تعلم او تربیې په برخه کې کې ستونزې د پیسو د کمښت له امله نه دي بلکه په دې هیواد کې ښه روزل شوي ښوونکي شتون نه لري. په دې هیواد کې د مشعل شخصي ښوونځي د مدیر زیبا حسین په حواله: «د ښوونځیو شمیر مهم نه دی بلکه مهم معیار او چلن دی.»
انځور: Reuters/C. Firouz د پاکستان د تعلیم او تربیې فدرالي مشر طارق مسعود بیا وايي چې پر ښوونکو تور لګول سم کار نه دی. د هغه له نظره د نفوس ډیروالی او د پیسو کمښت د دولتي ښوونځیو له پاره تر ټولو ستره ستونزه ده. نوموړي رویترز ته وویل چې «هیڅوک هم تر هغه پورې چې ښه تکړه او ښې زده کړې یې نه وي کړي، د دولتي تعلیمي سیستم برخه نه شي ګرځیدلی.» هغه زیاتوي چې په خصوصي سکتور کې بیا په دې هکله ډیره سختي نه شته.
انځور: Reuters/C. Firouz د حکومت له څار بې برخې مدرسې په پاکستان کې زیاتره مدرسې د حکومت له څار څخه پرته پرمخ بیول کیږي او په ځینو مدرسو کې بیا د اسلام تر ټولو سخت دریځه بڼه زده کوونکو ته ور ښول کیږي. په مري کې د النادوا په نامه له مدرسې څخه د عرفان شیر په خبره: «زیاتره خلک له دې امله خپل ماشومان ښوونځیو ته استوي چې هلته دوی ته خوراک او د اوسیدو ځای ورکول کیږي.»
انځور: Reuters/C. Firouz
د رپوټ په حواله دې مدرسو ته زياتره بې وزله کورنۍ خپل ماشومان لیږي، څو هلته وړيا ديني زده کړې ترلاسه کړي. په دې مدرسو کې د شاګردانو ډوډۍ هم مفته وي.
د پوليسو په حواله د ديني ښوونکو له خوا پر ماشومانو د تیري او جرمونو دا تمايل ځکه هم شاتګ نه کوي چې په ډیرو قضيو کې د پوليسو په مرکزونو کې هیڅ رپوټ نه ثبتيږي. او که چيرې پوليسو ته خبره هم رسيږي نو نه دي ليدل شوي چې تورن کسان دې محکمه شي.
لومړي وزير عمران خان په مدرسو کې د عصري زده کړو د مروجولو اعلان کړی وو، خو تر اوسه په دې برخه کې هم کوم پرمختګ نه ترسترګو کيږي.
په ماضي کې هم مختلفو حکومتونو د مدرسو په عادي ښوونځيو د بدلولو او په عصري وسايلو د سنبالولو هڅه کړې وه، خو د پام وړ پرمختګ نه وو شوی.
د مدني کړيو په حواله مذهبي استادانو د يوې پياوړې ډلې شکل خپل کړی دی. د پوليسو د يوه افسر په خبره د اغيزمنو ماشومانو والدين جبراً د شکايت بيرته اخیستو يا چپ پاتيدو ته مجبوريږي.
د پاکستان په څېر هېواد کې د جنسي تيري ښکار شوي ماشومان ټول عمر له رواني او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګريوان وي. د صادق بلوچ په نوم د پوليسو يوه افسر د ديني مدرسو ښوونکي په منافقانه برخورد تورن کړل چې د ديني تعليم د خپرولو په پلمه ناوړه کړنې ترسره کوی.
دويچه ویله اردو