په پاکستان کې دین ته سپکاوی یوه حساسه او پاروونکې موضوع ده چې له کبله ېې تر دې مخکې هم د عامو خلکو له خوا دا ډول تاوتریخجنو پېښې تکرار شوي دي. د دغه هېواد د اړوندو قوانینو پر اساس دین ته د سپکاوی فعل ته درنې سزاوې ټاکل شوي چې کېدای شي حتی عامل ېې پر اعدام محکوم شي.
د جمعې ورځې پېښې د ۲۰۲۳م کال په اګست کې د پنجاب ورته پېښه په یاد راولي. هغه وخت په زرونو قهرېدلو خلکو د پاکستان د یاد ایالت په جړانواله سیمه کې پر مسیحيانو حمله کې د هغوی کلیسا او کورونو ته اور اچولی وو. هغه مهال ځايي خلکو ويلي وو چې دوه کسان ېې ولېدل چې قرانکریم ته ېې سپکاوی کړی دی.
(AP)mks/bs
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (06.04.2017):
د نړۍ کوم دين څومره پيرويان لري؟
په نړۍ کي د تقريبا ۷ ميلياردو انسانانو له هرو۱۰ څخه ۸ يې خامخا پر يوه يا بل دين عقيده لري. د اېدهېرنتس ټکی کام او پيو ريسرچ په حواله په نړۍ کي د اديانو د پيرويانو شمېر په دغه انځوريز راپور کي لوستلای سئ:
انځور: picture-alliance/dpa/R. Gupta
۱۱ مقام ـ شينتو
په نړۍ کي تقريبا ۴ ميليونه انسانان د شينتو دين پېرويان دي. هغوی د نړۍ د ټول نفوس تقريبا ۰.۰۶ سلنه برخه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Mayama
۱۰ مقام ـ جاينيه
د جين (بريالي) يا جاينيه دين تقريبا ۴،۲ ميليونه پېرويان لري چي اکثريت يې په هند کي ژوند کوي. هغوی د ټولې نړۍ د نفوس تقريبا ۰.۰۶ سلنه دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/N. Ut
۹ مقام ـ يهودان
په نړۍ کي تقريبا ۱۴ميليونه يهودان ژوند کوي. هغوی د نړۍ د نفوس تقريبا ۰،۲ سلنه دي.
انځور: picture alliance/dpa/W. Rothermel
۸ مقام ـ سيکهان
د سيکهـ دين د پېرويانو شمېر تقريبا ۲۳ ميليونو ته رسيږي. هغوی د ټولې نړۍ د نفوس تقريبا ۰.۳۲ سلنه دي.