1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: ځانمرګي برید کې پنځه امنیتي ځواکونه وژل شوي

۱۴۰۲ اسفند ۲۶, شنبه

پاکستان کې پر یوې امنیتي پوستې د ځانمرګي برید له امله پنځه سرتیري وژل شوي دي. اسلام اباد ادعا کوي، چې پاکستان کې د بریدونو له امله د افغانستان له خاورې ګټه اخستل کېږي. دا برید ډیورنډ کرښې ته نیږدې سیمه کې شوی دی.

د ارشیف عکس: پاکستان کې د ځانمرګي برید له امله پنځه سرتیري وژل شوي
د ارشیف عکس: پاکستان کې د ځانمرګي برید له امله پنځه سرتیري وژل شويانځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

د پاکستان  په شمال لویدیځ کې پر یوې امنیتي پوستې د ځانمرګي برید له امله پنځه سرتیري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د شنبې پر ورځ یوې خبرپاڼې کې وویل:«ترهګر له چاودېدونکیو توکو څخه له ډک موټر سره پوستې ته ننوتل.»

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې چاودنې کې د پوستې ځینې برخې وغورځېدلې او وروسته په وسلو سمبال ځانمرګو بریدګرو د پوستې دننه برید وکړ.

افغانستان سره په ګاونډ کې د خیبرپښتونخوا  ایالت د بلوچستان یو شمېر اوسېدونکیو رویټرز خبري اژانس ته ویلي:«څرنګه چې برید وشو، دروازې وخوځېدې او ښیښې ماتې شوې.»

پاکستاني چارواکیو ویلي، چې په دې وروستیو کې ځانمرګي بریدونه ډېر شوي دي.

ډېر شمېر ځانمرګي بریدونه د پاکستاني طالبانو په تحریک یا ټي ټي پي پورې اړوندېږي. دپاکستان  حکومت افغانستان کې پر واکمنو طالبانو نیوکه او ادعا کوي، چې «سخت دریځي له ګاونډي ملک څخه د بریدونو د طرحه کولو د ځای په توګه ګټه اخلي.»

دا موضوع پر افغانستان واکمنو طالبانو رد کړې ده. د پاکستاني طالبانو تحریک غواړي، چې د هغې هېواد حکومت راوپرځوي او دغه هېواد له اسلام څخه د خپل بنسټپالي تفسیر پر اساس اداره کړي.

په وروستیو کلونو کې اسلامپالو ډلو په خپلو ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې زرګونه پوځیان، د پولیسو افسران او ملکي وګړي وژلي دي.

Aj.rsh (Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب