پاکستان څلور ایراني سرتیري له برمته کوونکو ژغورلي
۱۳۹۸ فروردین ۱, پنجشنبهپه بیانیه کې زیاته شوې ده چې د ژغورني عملیات د بلوچستان ایالت په چاغي سیمه کې چې د افغانستان پولې ته نزدې پرته ده، ترسره شوي دي.
په بیانیه کې راغلي دي: «ویل شوي چې د یوه منع شوي ترهګر سازمان تروريستان پاکستان ته له افغانستانه له دغو برمته شویو ایرانیانو سره داخل شوي ول.»
زیاته شوې: «تر هغه وروسته چې دواړو اړخونو یو پر بل باندي ډزې وکړې، څلور ایراني سرتیري د هغوی له ولکې آزاد شول.»
پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دغه سرتیري اوس ایرانیانو ته سپارل کیږي، خو د دې کار وخت یې نه دی روښانه کړی. دا هم نه دي ویل شوي چې د هغوی د ژغورنې عملیات څه وخت ترسره شوي دي. د برمته کوونکې ډلې نوم هم نه دی اخیستل شوی.
تر دې مخکې د جیش العدل په نوم سني جهادي ډلې د تیرکال په اکتوبر مياشت کې د ايران د امنيتي ځواک ۱۲کسان برمته کړل. د هغوی له ډلې څخه بیا پنځه تنه بیرته د پاکستان له خوا ایران ته وسپارل شول.
د پاکستان او ایران اړیکې په وروستیو وختونو کې تر هغه وروسته بیا ترینګلې شوې دي چې تهران ادعا وکړه په دې هیواد کې د فيبرورۍ میاشتې پر ۱۳مه نیټه د ترسره شو ي ځانمرګي برید عامل یو پاکستانی وګړی وو. په دې برید کې د ایران د «سپاه پاسداران انقلاب اسلامي» ۲۷ غړي ووژل شول.
د جیش العدل ډلې چې ایران ادعا کوي د پاکستان له خاورې خپل عملیات تنظیموي، د دې برید پړه پر غاړه واخیسته.
ms/nz (AFP)