1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليپاکستان

پاکستان کې افغان پانګوال له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟

۱۴۰۲ آذر ۱۸, شنبه

له پاکستانه د افغان ګډوالو د ایستلو تر پریکړې وروسته د یوشمیر افغان سوداګرو او پانګوالو کاروبار هم خراب شوی دی او د دوی په کار مستقیمه اغیز کړی دی. بلخوا یوشمیر پاکستاني کاریګر هم اندیښمن دي او د نرمښت غوښتنه کوي.

[No title]
انځور: S.S./DW

د پاکستان حکومت له خوا په دغه هیواد کې د غیر قانونو افغانانو د ایستلو تر پریکړې وروسته په پاکستان کې د یو شمیر افغان پانګوالو او سوداګرو کاروبار هم خراب شوی دی. طارق الله هغه افغان کډوال دی چې له تیرو دیرشو کلونو راهیسي د بار وړونکو موټرو د ټایرونو کاروربار کوي او وايي د پاکستان حکومت وروستۍ پریکړې د دوی په کار مستقیمه اغیزه کړي ده.

نوموړی وايي دلته په پاکستان کې د دغه هیواد لسګونه اوسیدونکو سره يي د لکونو رپیو کار روان دی او د حکومت وروستۍ پریکړي يي په بازار کې باور کم کړی دی. هغه وايي: »حکومت د غیر قانوني خلکو د ایستلو اعلان کړی، خو اوازي داسي دي چې قانوني هم ویستل کیږي. موږ ویره لرو چې خلکو سره مو لکونو پيسي بندي دي. که دا خبره ریښتیا شي دا لوی کاروبار به څنکه په دي کمه موده کې سمبال کړو؟«

یوازې طارق الله نه دی چې له دي ستونزي سره مخ دی، بلکي سلګونه نور سوداګر او افغان پانګوال په دغه هیواد کې له ورته ستونزو سره مخ دي. له دغو کاروباري افغانانو سره لسګونه پاکستانیان هم دندې لري او د خپل حکومت په وروستۍ پریکړې اندښمن کړي دي.

علي محمد یو له هغو پاکستاني وګړو څخه دی چې د تیرو پنځه کلونو راهیسي د طارق الله افغان سره په کار بوخت دی. نوموړی وايي: »موږ شاوخوا لس پاکستاني وګړي له افغان سره په کار بوخت یو.« نوموړی زیاتوي »که د دوی کار خراب شي زموږ دندي هم خطر سره مخ کیږي.«

دی له خپل حکومت څخه غوښتنه کوي چې د افغانانو په ځانګړې توګه له افغان سواګرو او پانګوالو سره له نرمنښت څخه کار واخلي.

نه یوازې طارق الله افغان بلکي سلګونه نور افغانان چې د کلونو راهیسي په پاکستان کې میشت دي دغلته يی وړې او غټي پانګوني کړي او د یوشمیر افغانانو سربیره ورسره سلګونه پاکستاني وګړي هم په کار بوخت دي.

د پاکستان حکومت له خوا په دغه هیواد کې د غیر قانونو افغانانو د ایستلو تر پریکړې وروسته په پاکستان کې د یو شمیر افغان پانګوالو او سوداګرو کاروبار هم خراب شوی دی.انځور: Ryaz Sayed/DW

 له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د اخراج د لړۍ په شدت موندلو سره، په افغانستان کې د طالبانو حکومتي چارواکو په پاکستان کې میشت له افغان سوداګرو غوښتنه کړې چې خپلې پانګې او کاروبارونه افغانستان ته انتقال کړي.

په عین حال کې د پاکستان د کورنيو چارو موقت وزیر وايي د قانوني اسنادو پرته مهاجرو د اخراج لړۍ له پيل راهیسې نژدې نيم ميلیون افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي. بګټي وايي يو شمېر قانوني اسناد لرونکي افغانان چې سیاسي فعالیتونه کوي هم وباسي. له پاکستانه د افغان کډوالو د اخراج لړۍ داسې مهال شدت موندلی چې افغانستان له وړاندې نه له بشري ناورین سره مخامخ دی او د دغه هیواد نیږدې ۲۸ میلیونه وګړي اقتصادي او بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړېوال سازمان پر ايکس پاڼه لیکلي چې شاوخوا ۲۷،۵ میلیونه ډالرو ته بیړنۍ اړتیا لري چې له پاکستانه په زور د راستنېدونکو افغاناو لاسنیوی پرې وشي. د خوړو نړېوال سازمان په وینا دا پیسې به لږ تر لږه هغوی سره دا مرسته وکړي چې هېواد کې نوی ژوند پرې پيل او له سخت ژمي پرې ووځي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له اسلام آباده غوښتي چې د افغانانو د اوسېدو موده وغځوي، خو پاکستان ېې دغه غوښتنه نه ده منلې. شنونکي بیا په دې آند دي چې د افغان مهاجرو د اخراج مسئله د پاکستان له انتخاباتو سره تړاو لري.

د پاکستان موقت داخله وزير زیاته کړې چې د اخراج په لومړني پړاو کې چې په حاضر وخت کې روان دی، یوازې هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري شامل دي خو هغه په ورته وخت کې وايي هر افغان به خپل هېواد ته ستنیږي، ځکه پاکستان ېې له ۴۰ کاله کوربتوب کړی دی.

ډېر شمېر داسې افغانان هم شته چې د لسیزو په جریان کې ېې د پاکستان تابعیت ترلاسه کړی، هغوی هیله مند دي چې پاکستان به ېې په زوره نه اخراجوي.

ا.م / خ.ح / ن. ص

په پاکستان کې د کډوالو ناخواله وضعیت

04:07

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل