1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: سیند ته د تراکتور لویدو درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۱ اسفند ۲۰, شنبه

پاکستاني چارواکي وايي چې یو ترکتور چې په ټرالۍ کې یې ګڼ شمیر کلیوال یوه زیارت ته انتقالول، د اوبو کانال کې لویدلی چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي. دغه پیښه د پنجاب ایالت په ډیره غازي خان کې رامنځ ته شوې ده.

Pakistan Dera Ghazi Khan | Verkehrsunfall Bus
انځور: Emergency Service Rescue 112/AP Photo/picture alliance

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د مارچ میاشتې پر ۱۱مه) په پاکستان کې د ژغورنې ډلې یوه چارواکي ويلي چې په پنجاب ایالت کې یو تراکتور موټر چې په ټرالۍ کې یې ګڼ شمیر کسان یوه زیارت ته انتقالول، د اوبو یوه کانال ته لویدلی چې له کبله یې د پولیسو په خبره لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

دپاکستان د پنجاب ایالت د ډیرپاکستانه غازي خان د ژغورنې د ریاست یوه چارواکي احمد کمال ویلي چې په ترکتور کې د ټولو ۴۶ کسانو له ډلې ۲۷ تنه یې ژغورل شوي دي. د نوموړي په خبره دغه پیښه پرون د جمعې په ورځ د شپې د تیارې له کبله رامنځ ته شوې ده. د نوموړي په خبره، د جمعې په ورځ د پنځو کسانو جسدونه موندل شوي ول او دا چې ځینې ټپیان بیا روغتون ته د درملنې له پاره انتقال شوي دي.

کمال خان رسنیو ته ویلي چې پنځه نور جسدونه د ژغورنې د ډلې د عملیاتو په نتیجه کې نن د شنبې په ورځ موندل شوي دي چې په دې توګه د ټولو وژل شویو شمیر لسو کسانو ته لوړ شوی دی. د نوموړي په خبره په وژل شویو کې درې ماشومان او اووه ښځې شاملې دي او دا چې نهه تنه د شنبې تر ورځې پورې لا هم لادرکه دي.

په پاکستان کې وخت ناوخت دغه راز پیښې رامنځته کیږي چې له کبله یې درانه مالي او ځاني زیانونه هم رامنځ ته کیږي. په دغه هیواد کې د دغه راز پیښو عمده دلایل د سړکونو او موټرو خرابوالی او همدا راز د موټرچلوونکو بې احتیاطي هم په ګوته کیږي.

د سوات سیلاب ځپلي په کوم وضعیت کې دي؟

02:18

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب