1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې د اورګاډي ټکر شوی، لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه دي

۱۴۰۲ مرداد ۱۵, یکشنبه

پاکستان کې د اورګاډي ټکر پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او له ۵۰ زيات ټپيان دي. دغه خبره د پوليسو يوه استازي د آلمان خبري آژانس ته کړې.

د آرشیف انځور- په پاکستان کې د اورګاډي ټکر ۲۰۲۱
د آرشیف انځور- په پاکستان کې د اورګاډي ټکر ۲۰۲۱انځور: Waleed Saddique/dpa/AP/picture alliance

د لومړنيو معلوماتو له مخې د اورګاډي لږ تر لږه اته ډبې له پټلۍ څخه وتلي او چپه شوې دي. ژغورونکي عمله د دغو معلوماتو په حواله د پاکستان په جنوب سند آيالت کې د نواب شاه ښار ته رسېدلې ده. د پاکستان د اورګاډو وزير خواجه سعد رفيق وويل چې د چپه شوي ټرين سرعت کم و.

ورته نور ولولئ: پاکستان: په اورګاډي کې د اورلګېدنې له کبله ۷ کسان مړه شوي

نوموړي دا هم وويل چې »تر وخت مخکې ده څو چې د ټکر د لامل په هکله خبرې وشي چې هم مېخانيکي ستونزه يا هم ترهګريز عمل کېدای شي واوسي.«

ورته نور ولولئ: پاکستان: ترافيکي پېښه کې ۱۲ تنه مړه او ۸ ټپیان شوي

د سيمې په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. په پاکستان کې د اورګاډي ټکرونه ډېر پېښيږي چې پټلۍ يې کابو سل کاله پخوا د بريتانيا د استعمار په وخت جوړې شوې دي. په تېر کې بمي بريدونه او ضعيف امنيتي تدابير هم په دغه هېواد کې د اورګاډو د ټکرونو لامل شوي دي.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب