1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې د عمران خان د آزادولو له پاره پراخ احتجاجونه

۱۴۰۳ شهریور ۱۹, دوشنبه

په داسې حال کې چې په پاکستان کې سیاسي بې ثباتې لا ډېره شوې، اسلام آباد کې زرګونه کسانو د احتجاج له لارې د دې هیواد د پخواني لومړیز وزیر عمران خان د آزادیدو غوښتنه وکړه. عمران له یو کال څخه د ډیر وخت راهیسې زنداني دي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر له یو کال څخه د ډیرې مودې راهیسې په زندان کې دی.
اسلام آباد کې احتجاج کوونکو د پخواني زنداني شوي لومړي وزیر عمران خان د آزادولو غوښتنه کړې. انځور: FAROOQ NAEEM/AFP/Getty Images

د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې زرګونه کسان د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۸) سړکونو ته راوتلي ول او د احتجاج له لارې د دې هیواد د پخواني لومړي وزیر عمران د آزادولو غوښتنه  کوله. عمران له یوه کال څخه د ډیرې مودې راهیسې په پاکستان کې زنداني دی. دغه لاریونونه داسې مهال کیږي، چې په پاکستاني کې سیاسي بې ثباتې لا پسې پراخه شوې ده.

د رپوټونو له مخې، د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان ګوند تحریک انصاف پاکستان دغه احتجاج رابللی وو. دغه احتجاج په پاکستان کې د فبرورۍ میاشتې د سرتاسري ټاکنو وروسته د دغه ګوند له لوري لومړی د ځواک ښولو هڅه بلل شوې ده.

د پاکستاني ځايي رسنیو د دغه احتجاج په هکله راپورونه نه دي خپاره کړي، خو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شويو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدلی کيږي چې د پاکستان له مختلفو سیمو د عمران خان پلویان د پلازمینې اسلام په لوري مارش کوي.

د پاکستانتحریک انصاف ګوند، پر پاکستاني حکومتي چارواکو تور پورې کوي چې یو شمیر کسان یې په دغو احتجاجونو کې د نه ګډون له پاره سرکوب کړي دي. بل لوري ته د پلازمینې اسلام آباد چارواکو دغه ښار ته داخلیدونکې لارې د کانټینرونو په ایښودلو سره تړلې وې.

په پلازمینه اسلام آباد کې د عمران خان د ګوند تحریک انصاف زرګونه پلویانو د خان د ازادولو غوښتنه کړې. انځور: FAROOQ NAEEM/AFP/Getty Images

حماد اظهر چې د عمران خان نیږدې ملګری بلل کیږي، د احتجاج په پیل کولو سره ګډونوالو ته وویل: «موږ به تر هغو ارامه نه شو ترڅو چې خان نه وي آزاد شوی.» له لاهور ښار څخه د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او نوموتي وکیل سلمان اکرم راجا بیا وویل چې «عمران خان یوازینی هغه کس دی چې دغه هیواد له فساد کوونکو او نا اهله سیاستوالو څخه ژغورلی شي.»

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د دغه هیواد پخوانی لومړی وزیر، د ۲۰۲۳م کال له اګست میاشتې راهیسې په زندان کې دی او د همدې کال د نومبر میاشتې پر نهمه نیټه په پاکستان کې د تاوتریخوالي د پراخو پیښو  د لمسونې له تورنو سره مخامخ دی. په دغه ورځ د خان پلویانو د پاکستان په مختلفو سیمو کې پر دولتي او پوځي ودانیو هجوم ور وړ او یو شمیر ودانۍ یې تخریب کړې.

پخواني لومړي وزیر عمران خانبیا دغه تورونه رد کړي دي. پر نوموړي باندې له دې پرته نور لګول شوي تورونه هم په دې وروستیو میاشتو کې یا رد او یا هم بیرته لیرې کړل شوي دي. خو په دې وروستیو کې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا آی. اس. آی د پخواني مشر فیض حمید، چې عمران خان ته نیږدې کس بلل کیږي، نیول کیدو او د نوموړي پوځي محکمه کیدو، د عمران خان دوسیه لا پسې پیچلې کړې ده. 

خ.ح / ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل