1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پاکستان کې د ۱۵ مياشتو راهيسې د ګوزڼ لومړۍ پېښه ثبت شوه

۱۴۰۱ اردیبهشت ۳, شنبه

پاکستان د ۱۵ مياشتو راهيسې لومړۍ د ګوزڼ پېښې رپوټ ورکړی دی. دا هغه نړيوال کمپاين ته هم يوه ضربه ده چې غواړي دغه مرض له منځه يوسي.

Pakistan Kinder mit Eisenmangel
عکس له آرشيف څخه دیانځور: Saadeqa Khan/DW

په ګوزڼ يا پوليو د اخته کېدو دغه پېښه په يوه ۱۵ مياشتې عمرلرونکي ماشوم کې په وزيرستان کې وموندل شوه. دا هغه سيمه ده چې له افغانستان سره اوږده پوله لري.

روغتيايي چارواکي امير اشرف وويل چې »دا د پاکستان له پاره بدمرغي ده او د له منځه وړلو له ټولو نړيوالو هڅو له پاره هم.«

په پاکستان کې د پوليو وروستۍ پېښه تېر کال د جنورۍ مياشتې په ۲۸مه ثبت شوې وه.

د پاکستان د روغتيا د ملي انستيتوت ارقام ښيي چې دا د ۲۰۲۰ کال په پرتله ډېر کمښت دی، ځکه چې په ۲۰۲۰ کال کې ۱۴۷ پېښې راجيستر شوې وې.

پاکستان د ګاونډي هېواد افغانستان تر څنګ په نړۍ کې يوازنی هغه هېواد دی چې د پوليو يا ګوزڼ ناورغي پکې تر اوسه پورې موجوده ده.

دغه خبره د روغتيا نړيواله اداره (ډبليو ايچ او) کوي.

په دغه هېواد کې په وار وار د واکسيناسيون پروګرامونه پلي کيږي چې په زرونو روغتيايي کارکوونکي چې اکثريت يې ځوانې ښځې دي، کور په کور ګرځي څو تر پنځه کاله کم عمر لرونکو ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسين ورکړي.

خو له القاعده سره تړلي اورپکي د پوليو واکسين پر کارکوونکو باندې بريدونه کوي.

دوی پر واکسيناتورانو تور لګوي چې جاسوسي کوي او ادعا هم لري چې د پوليو د واکسين هدف دا دی چې مسلمانان شنډ کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل