1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې سيلابونه؛ چارواکي: بشري مرستې مخ په ډيرېدو دي

۱۴۰۱ شهریور ۱۱, جمعه

پاکستاني چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې دغه هیواد ته په بشري مرستو بار د پروازونو شمیر مخ په ډيرېدو دی. په دې ترڅ کې له ازبکستان څخه په مرستو بار لومړنۍ الوتکه هم پاکستان ته رسیدلې ده.

Pakistan | Überschwemmungen
انځور: Mohammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله تیره شپه په کمکي موادو بار نهمه الوتکه د متحده عربي اماراتو څخه د اسلام آباد هوايي ډګر ته رسیدلې. په دې ترڅ کې له ازبکستان څخه په مرستو بار لومړنۍ الوتکه هم پاکستان ته رسیدلې ده.

د بشري مرستو دغه پروازونه داسې مهال پاکستان ته رسيږي، چې د دغه هیواد په سيلابونو کې د مړو شمیر له ۱۲۰۰ څخه اوښتی او د سېلابونو له کبله بې کوره شوې کورنۍ او ماشومان د ناروغيو له ځانګړي خطر سره مخ دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وويل چې په دغو الوتکو کې خوراکي مواد، درمل او خېمې راوړل شوي دي.

د پلان له مخې د پاکستان صدارعظم شهباز شریف د شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته سفر کاوه خو هغه په هیواد کې دننه له ځپل شوو سیمو د کتنې په خاطر دغه سفر شاته غورځولی دی.

پاکستان تر اوسه پورې له چين، سعودي عربستان، قطر، ترکېې، ازبیکستان، متحده عربي اماراتو او نورو هیوادونو څخه مرستې ترلاسه کړي دي.

د پاکستان په سیلابونو کې له يو ميليون څخه ډير کورونه ويجاړ شوي ديانځور: AP

امریکا متحده ایالاتو هم روانه اوونۍ اعلان وکړ چې د پاکستان سېلاب ځپلو سره د ۳۰ ميلیونه ډالرو په ارزښت مرستې کوي.

پاکستان سږني ویجاړوونکي سيلابونه د اقليمي بدلون له کبله بولي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند، آصف افتخار تیره ورځ په ېوې لنډې خبري ناسته کې وويل چې دغه بحران د اقليمي بدلون په اړه د پوهانو خبرداري ته اعتبار ورکړی دی. هغه وویل: «دا کومه عادي خبره نه ده، دا یو حقیقت دی او موږ باید په دې باندې پوه شو.»

د ملګرو ملتونو د سر منشي، آنتونیو ګوتریش په ګډون، ګڼو چارواکو هم د پاکستان سيلابونه د اقليمي بدلون پایله بولي. د حکومت د ابتدايي ارقامو پر اساس، سيلابونو پاکستان ته د ۱۰ ميليارډ ډالرو په ارزښت زیان اړولي دي.

پاکستان او ملګرو ملتونو سازمان روانه اوونۍ يو مشترک اپیل خپور کړ او په هغه کې يې د درې اعشاريه ۳ ميلیونه کسانو له پاره چې په سيلابونو کې زیانمن شوي د ۱۶۰ ميلیون ډالرو عاجلې مرستې غوښتنه وکړه. د ویلو ده چې په دغو سيلابونو کې له يو ميليون څخه ډير کورونه ويجاړ شوي دي.

پاکستان په رارونو ورځو کې هم د سيلابونو د خطر وړاندوېنه کړې ده. چارواکو د جمعې په ورځ د سېند ايالت د دادو ولسوالۍ اوسیدونکو ته خبرداری ورکړ چې امن سيمو ته ووځي. د سيندونو د ډکېډو له کبله وړاندوينه شوې چې روانه اوونۍ به سيلابونه دغه سیمه وځپي.