1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې سېلابونه؛ ميندوارې روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري

۱۴۰۱ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

په پاکستان کې د وروستیو بې ساري سېلابونو له کبله په سونه زره میندوارې ښځې هم بې ځایه شوي دي. دا ښځې د ميندوارۍ د دورې او زيږون پر وخت د خونديتوب په موخه بيړنۍ مناسبې روغتيايي پاملرنې ته اړتيا لري.

په پاکستان کې سېلابونه؛ اغیزمنه شوې کورنۍ
په پاکستان کې سېلابونه؛ اغیزمنه شوې کورنۍانځور: Daniel Berehulak/Getty Images

اميرن د سند ایالت د قمبر سيمې د يوه کلي اوسيدونکي ده چې اوس په پاکستان کې د وروستيو سېلابونو له کبله بې ځایه شوې ده او د کراچۍ په يوه کمپ کې یې پناه اخیستې ده.

هغه وايي: «اورښتونو او سېلابونو سړکونه په بشپړه توګه ويجاړ کړي ول. موږ د دريو ورځو تر مزل وروسته کراچۍ ته ورسېدو.»

د بې ساري سختو اورښتونو او د پاکستان په شمالي غرنيو سيمو کې د کنګلونو د ويلې کيدو په نتيجه کې سخت سېلابونه راووتل چې د هېواد کابو يو په درېمه برخه یې تر اوبو لاندې کړې او تر ۳۳ ميليونو ډېر خلک یې اغیزمن کړي دي.

پاکستان د ګرمۍ د ريکارډ ماتوونکې څپې وروسته د سېلابونو شاهد وو چې کورونه، زراعتي ځمکې، فصلونه او څاروي یې له منځه يوړل. پاکستان او د ملګرو ملتونو دواړو ويلي دي چې اقليمي بدلون د دې ويجاړونکې طبيعي ناورين باعث شوی دی.

د پاکستان د طبيعي پېښو د مديريت ادارې ويلي دي چې لږ تر لږه ۱۳۱۴ کسانو چې ۴۵۸ یې ماشومان ول، د دې چاپيريالي ناورين کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نامناسب خواړه او چټل تشنابونه

په دې وضعيت کې زيان منونکي قشرونه لکه میندوارې او ماشومان په ځانګړي توګه اغیزمن دي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (يو ان اف پي ای) تېره اوونۍ ويلي ول چې په سېلاب ځپلو سیمو کې ۶۵۰ زره ميندوارې عاجلو روغتيايي خدماتو ته اړتيا لري څو یې د ميندوارۍ دوره او بيا زيږون له مشکلاتو خالي وي. د اټکلونو پر اساس په سبتمبر مياشت کې د ۷۳ زره ماشومانو د زيږيدو انتظار کيږي.

پاکستان کې سيلابونه؛ چارواکي وايي بشري مرستې مخ په ډيرېدو دي

د ملګرو ملتونو دې ادارې ټینګار وکړ چې دغه ښځې به مسلکي قابلو، د نويو زيږيدلو ماشومانو مناسبې پالنې او مرستو ته اړتيا ولري. د ملګرو ملتونو د نفوس د صندوق په اعلامیه کې ويل شوي: «پر دې سربيره يو شمير ښځې د جنسيت پر بنسټ د مخ پر زياتيدونکي زورزياتي له ګواښ سره مخ دي ځکه چې تر يو میليون ډېر کورونه زيانمن شوي دي.»

د پاکستان په سند ايالت کې چې د وروستیو سیلابونو له کبله تر ټولو ډېر اغیزمن شوی دی، چارواکو د سېلابونو له کبله د بې ځایه شویو له پاره د مرستې کمپونه جوړ کړي دي. خو اميرن وايي چې په دغه کمپونو کې د میندوارو ميرمنو له پاره ډېر خدمات موجود نه دي.

زیاتره سېلاب څپلو ته مناسب او پوره خواړه نه رسېږيانځور: Zahid Hussain/AP Photo/picture alliance

په دې کمپ کې میشته دغه ميندواره ښځه وايي چې هغه خواړه چې دلته ورکول کيږی، هغه هم يوه ستونزه ده. هغې وویل: «موږ له دې ډول غوړ او مصالحه لرونکو خوړو سره عادت نه يو. دا خواړه مې معده راپړسوي او اسيدي کوي یې. زه هڅه کوم چې ویې نه خورم خو چاره نه لرم.»

اتلس کلنه روبينه چې د اوو مياشتو حمل لري، وايي چې دوې اوونۍ مخکې کمپ ته رسېدلې ده خو تر اوسه یې مناسب خواړه نه دي ترلاسه کړي. هغه زياتوي: «له دوو اوونيو راهېسې په دې کمپ کې يم خو تر اوسه يوه ورځ هم نه يم توانېدلې سم خواړه وخورم. کله چې په کور کې وم نو په منظم ډول مې شېدې، مستې او ميوه خوړله خو دلته يوازې غوړ او ډېر تند خواړه راکول کيږي چې ډېر تکليفونه راته پيدا کوي.»

د ښځينه ډاکترانو او قابلو کمښت

په دې کمپونو او په شا او خوا کې يې چې ډیری یې د دولتي ښوونځيو په ودانيو کې جوړ شوي دي، انسانان او د هغوی څاروي تر سختو شرائطو لاندې ژوند کوي. د ډېرو ښځو له پاره د پردو سره په ځانګړي توګه له پردو نارينه وو ترڅنګ ژوند کول سخت تماميږي.

د منشا په نوم يوه ۴۰ کلنه ښځه وايي چې ټوله شپه ويښه وي ځکه نه شي کولی په يوه خونه کې چې پردي نارينه هم پکې وي، آرامه ويده شي. منشا د سند له کنديارو ښارګوټي څخه ده  او په څلورم ځل ميندواره ده.

د کمپ ميندوارې د ښځينه ډاکترانو او قابلو د نه تشون له کبله هم شکايت کوي. ډېری دا ښځې نه غواړي چې د يوه نارينه ډاکتر له خوا تداوي شي ځکه چې د پاکستان په محافظه پاله ټولنې کې په ځانګړي توګه په ولادي نسايي برخه کې د نارينه ډاکترانو له خوا د ښځو معاينه نامناسب کار ګڼل کيږي. د پاکستان د سند ایالت د روغتيايي خدماتو عمومي مشر محمد جمن وايي: «تر مخه هم ولادي نسايي ډاکتران لږ وو خو سېلاب وضعيت نور هم خراب کړی دی.»

په پنډغالو کې میشتې ښڅې له ډېرو ستونزو سره مخ ديانځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

دې ته په اشارې سره چې سېلابونو د سند ایالت روغتيايی زیربناوې نور هم زيانمنې کړي دي، نوموړي وويل چې چارواکي ميندوارو ميرمنو ته د رسېدګۍ له پاره موقتي تاسيسات رامنځته کوي.

په کراچۍ کې د ولادي نسايي برخې يوه ډاکتره سدره باسط چې د حمل لرونکو ښځو د تداوۍ په موخه دې کمپ ته راغلې ده، وايي چې زياتره ښځې د وينې د کمښت ښکار دي. هغې زياته کړې چې د هغوی د وينې د فشار د بې ثباتۍ لامل همدا دی. نوموړې زياته کړې چې په وينه کې د وسپنې کمښت د زيږون پر وخت د پيچلتياو باعث ګرځيدلی شي او همد راز تر زيږون وروسته د وينې د ضايع کيدو خطر هم لوړوي.

په پاکستان کې سېلابونه؛ حکومت له نړيوالو د مرستي غوښتنه کړې

دا ډاکتره زياتوي: «دې ښځو د طبيعي ناورين له کبله رواني ټکان ليدلی دی. د دوی ويره او ژورخفګان د نويو زيږيدلو ماشومانو پر رواني صحت هم ناوړه اغیزه کولی شي.»

په داسې حال کې چې د پاکستان په پنجاب، خيبرپښتونخوا او بلوچستان ایالاتونو کې د سېلابه اوبه کمې شوي او وضعيت مخ پر ښه کیدو دی، په سند ایالت کې اوس هم وضعيت د انديښنې وړ ښوول شوی دی.

ملګرو ملتونو په دې منځ کې په پاکستان کې د سېلابونو د قربانيانو سره د ۱۶۰ ميليونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده خو چارواکي وايي چې رسېدلی زيان تر دې ډېر زيات دی.

ب. ص/ ن. ز (ثنا فاطمه، کراچۍ)

زموږ له آرشيف څخه:

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب