1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې ورښتونو درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۲ اسفند ۱۳, یکشنبه

په پاکستان کې د ژمنیو شدیدو ورښتونو له کبله ۲۹ کسان مړه او په لسونو نور ټپیان شوي دي. تر ټولو ډېر زیانونه د افغانستان پولې ته په نژدې سیمو کې اوښتي دي.

د پاکستان په ګوادر کې د روانې اوونۍ اورښتونو یو انځور
د پاکستان په ګوادر کې د روانې اوونۍ اورښتونو یو انځورانځور: PPI/ZUMA Press Wiredpa/picture alliance

د پاکستان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د يکشنبې په ورځ خبر ورکړي چې د دغه هېواد په مختلفو برخو کې د تېرو ۴۸ ساعتونو په جریان کې لږ تر لږه ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسره ورکړی او ۵۰ نور ژوبل شوي دي.

زياته شوې چې په دغو ورښتونو او ورسره د ځمکې ښوېدنې په پېښه کې څو کورونه هم تخریب شوي. سربیره پر دې نښلوونکې لارې، په ځانګړې توګه د پاکستان په شمال ختيځ کې د دغو بارانونو له کبله تړل شوي دي.

د ځایي چارواکو په خبره، د پنجشنې ورځې تر اوسه، د خيبر پښتونخوا ایالت په مختلفو علاقو کې شاوخوا ۲۳ تنه د شدیدو بارانونو له کبله مړه شوي دي.

د بلوچستان ایالت په ساحلي ښار ګوادر کې کې بیا د سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۵ کسان مړه شوي دي. چارواکي د خلکو د ژغورنې له پاره له کښتيو استفاده کوي. د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت چارواکو شاوخوا ۱۰زره کسان امن ځایونو ته انتقال کړل.

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير څخه هم د ځاني او مالي زیانونو رپوټونه ورکړل شوي دي.

 (AP) mks/akh/ si, rs

له آرشیف څخه (په پاکستان کې د ۲۰۲۲م کال سيلابونه): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب