1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې پوځ ولې وار په وار ملکي دندې اشغالوي؟

۱۳۹۹ بهمن ۱۸, شنبه

کارپوهان وايي چې د لومړي وزير عمران خان په حکومت کې د پاکستان پوځ په ډېرېدونکي ډول ملکي چارو ته مخه کوي. ډېر جنرالان اوس اداري او اجرائيوي بنسټونو ته ټاکل شوي دي.

Pakistan Armee chef Qamar Javed Bajwa Amtsübergabe
انځور: picture-alliance/AA/ISPR

د هغه وخت راهيسې چې لومړی وزير عمران خان په ۲۰۱۸ کال قدرت ته رسېدلی، په پاکستان کې د هغو پوځي چارواکو شمېر چې د ملکي موسسو مشري کوي، خورا ډېر شوی دی. 
په دې وروستيو کې د متقاعد بريګډير (ډګرمن) بلال سعيدالله خان انتصاب د ملي ډيټا بيس او ثبت د ادارې (نادرا) د مشر په توګه په ټول هېواد کې غوغا جوړه کړې ده. د زيارت يا پنجشنبې په ورځ د اسلام آباد های کورټ (سترې محکمې) په دې هکله د کورنيو چارو وزارت او نادرا ادارې ته اسناد صادر کړي دي. 
په تېرو دوو کلونو کې نورو پوځي چارواکو هم مهمې حکومتي چوکۍ نيولې دي چې اصلاً ملکي کسانو ته ورکول کيږي. په ۲۰۱۹ کال، جنرال عاصم سليم باجوه د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د ادارې مشر وټاکل شو. د هوايي ځواک مارشال، ارشد ملک، د ۲۰۱۹ راهيسې د پاکستان د نړيوالو هوايي کرښو (پي آی ای) د هوايي شرکت د اجرائيوي مشر په توګه دنده مخ ته وړي. حتی ديپلوماتيکې دندې چې پخوا تر ډېره د ملکي کسانو له خوا نيول کېدې، اوس جنرالانو ته ورکول کيږي. په جنورۍ مياشت کې د عمران خان حکومت جنرال بلال اکبر په سعودي عربستان کې د پاکستان د سفير په توګه غوره کړ. د پاکستان ډان ورځپاڼې ليکلي دي چې د برونای، اردن، سوريې، سري لنکا، اوکراين، مالديف، نايجريا او ليبيا سفارتونه هم د پوځ متقاعدو افسرانو ته ورکړل شوي دي.

آيا عمران خان د يو شي په بدل کې پوځ ته امتيازات ورکوي؟

مخالف ګوندونه يا اپوزيسيون پر عمران خان نيوکه کوي او د پوځ «ګوډاګی» يې بولي. د ليبرالو شنونکو په خبره ځواکمن پوځ د ۲۰۱۸ کال په عمومي ټاکنو کې د لاسوهنې د لارې د عمران خان د تحريک انصاف ګوند قدرت ته ورساوه. دا داسې یوه ادعا ده چې پوځ او خان يې خپله هم ردوي. 
انتقاد کوونکي وايي چې پوځ د خان په حکومت کې آزاد لاس لري او دا چې هغه اوس هغه قدرت بېرته ټينګوي چې د نواز شريف په پخواني حکومت کې يې دلاسه ورکړی وو. عمران خان اوس د هغوی په خبره، د پوځ د کړې مرستې په بدل کې جنرالان دې ته راولي چې د پاکستان په حکومتوالي، بهرني سياست او اقتصاد کې لا ډېر رول ولوبوي. 
«عمران خان د يوه پوځي دولت ملکي څېره ده،» دغه خبره توصيف احمد خان، په کراچۍ کې مېشت يوه سياسي شنونکي، دويچه ويله ته وکړه. نوموړي زياته کړه چې عمران خان دا هڅه کوي چې پوځي چارواکي آرام او خوښ وساتي څو په قدرت کې پاتې کړای شي.

اس خان/ن ص/ا ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب