پاکستان: یوه پوهنتون د هلکانو او نجونو یو ځای ټولېدل بند کړي
۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبهد پاکستان دغه سیمه یو مهال د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي تر ولکې لاندې وه. د ګومل د لوړو زده کړو موسسې ویاند راجا عالمزیب د المان خبري اژانس ته ویلي، چې ډيره اسماعیل خان کې دغې پوهنتون ښځینه زده کړیالانو ته حکم کړی، چې د امنیتي ستونزو له امله دې درسي ټولګیو ته کمې ورځي.
عالمزیب زیاته کړې: «د نجونو او هلکانو یو ځای راټولېدل بند شوي؛ مګر هېڅ ډول جنسیتي توپیر نه شته.»
دا ښار وزیرستان سره څنګ کې ډیورنډ کرښې ته نیږدې پروت دی او ډېره موده د طالب اسلامپالو او القاعدې شبکې سره تړلو ډلو د اوسېدو اصلي سیمه وه.
د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي ډله ۲۰۱۴ ز کال کې د پاکستان پوځ بریدونو کې له خپل اصلي مرکز شاته وګرځول شوه؛ خو پر افغانستان د طالبانو له دویمواري ولکې وروسته دغه ډله یو ځل بیا پیاوړې شوې او یو وار بیا یې پر دغې سیمې حجوم وروړی.
د پاکستان تحریک طالبان د لا زیاتو بریدونو ګواښ کړی
پاکستاني طالبانو ۲۰۱۶ ز کال کې دیره اسماعیل خان کې پر یوه پوهنتون برید کې له ۲۰ ډېر زده کړیالان او د پوهنتون استادان وژلي وو. پاکستاني طالبان که څه هم یو ځانګړی او خپل خاص جوړښت لري؛ خو د افغان طالبانو له سخت دریځه سني تفسیر پیروي کوي.
پاکستانیو چارواکیو وروستیو کې پر افغانستان واکمنو طالبانو ته د پړې ګوته نیولې او دا ډله یې پاکستان کې د باغیانو پر ملاتړ او افغانستان کې هغوی ته د امن پټنځایونو ورکولو تورنه کړې ده؛ خو افغان طالبانو دا تورونه رد کړي دي.
ر.ش.م/امید دیدار/ ن.ص