1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخواني افغان وزير د آلمان پر کډوالۍ سياست نيوکه وکړه

۱۴۰۱ فروردین ۱۳, شنبه

د افغانستان د مخابراتو پخواني افغان وزير، سيد سادات د آلمان پر کډوالۍ سياست، په تېره د کورني الحاق پر مسئلې انتقاد کړی دی. د هغه په اند دغه پروسه ډېره »ورو« ده.

Deutschland | Afghanischer Ex-Minister Sayed Sadaat arbeitet als Lieferando Fahrradkurier
انځور: Hanibal Hanschke/REUTERS

د افغانستان د مخابراتو پخواني وزير، سيد سادات، د آلمان شپيګل مجلې ته ويلي دي چې »دغه ټوله پروسه چې د آلمان حکومت ورته په نظر کې نيولې ده، ډېره ورو ده.« سادات دغه نيوکه د کورني الحاق يعنې د کډوالو د کورنيو د يوځای کېدو پر پروسې باندې وکړه. د هغه په خبره په تېره د هغو کسانو له پاره چې خپلوان يې په خپلو هېوادونو کې تر ګواښ لاندې دي، بايد دغه بهير چټک کړای شي. 

سادات تر ۲۰۱۸ کال پورې په افغانستان کې د مخابراتو وزير وو او اوس په دې بريالی شوی دی چې خپله مېرمن او خپل دوه کلن زوی د آلمان لايبڅيګ ښار ته انتقال کړي، چې آلمان ته د ده له راتګ څخه يې تر يوه کال زيات وخت هم نيولی دی.

سادات وروسته له هغې چې پروسږ کال د ليفراندو په نوم د خوړو د رسولو د يوه شرکت د بايسکل چلوونکي په توګه کال پيل کړ،  په ټوله نړۍ کې شهرت وموند. هغه اوس د آلمان د زاکسن آيالت په شمال کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د يوه شرکت سهيم دی او د کار يو دايمي قرارداد لري. د هغه په خبره، یوازې د همدې کار له کبله یې میرمنې او ماشوم یې د آلمان ویزه ترلاسه کړه.

سادات لومړی پر بايسکل ډوډۍ چلوله، خو اوس د معلوماتي ټکنالوژۍ په يوه شرکت کې کار کوي.انځور: Hanibal Hanschke/REUTERS

سادات چې د بريتانيې تابعيت او د اقامې يو خاص حالت لري، نه يوازې له کډوالو سره د آلمان پر چلن نيوکه کوي بلکه په خبره یې »زه مايوسه يم چې د آلمان حکومت راسره تماس نه دی نيولی څو د افغانستان په هکله مشورې ترلاسه کړي.« د خپلې پوهې او تخصص په بنیاد سادات د خپل اټکل له مخې مرسته کولی شوای څو »د افغانستان له پاره يو سم سياست رامنځ ته شي.«

ن.ص./خ.ح(KNA)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب