1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخواني قاضیان: طالبان دې د کار کولو اجازه راکړي

۱۴۰۱ فروردین ۱, دوشنبه

د افغانستان د پخواني حکومت په سلونو قاضیان چې د طالبانو له خوا له دندو ګوښه شوي دي، د يکشنبې په ورځ یي د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه تر څو ورته بیرته د کار کولو اجازه ورکړي.

Symbolbild Justiz Richter Gericht Richterhammer
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې واک ته تر رسیدلو وروسته، په سلونو افغان قاضیان له دندو لرې او پر ځای يې خپل افراد وګمارل.

د پخواني افغان حکومت قاضیان چې د تیرو دوو لسیزو په جریان کې يې د طالبانو غړي، انسان تښتونکي، د مخدره موادو قاچاقچیان او نور مجرمان په حبس محکوم کړي، وايي چې دوی د خپل امنیت په اړه انديښمن دي او د معاشاتو د نه تر لاسه کولو له کبله له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د آلمان خبري آژانس (dpa) رپوټ ورکوي چې دغو قاضیانو د یوه خبري کنفرانس له لارې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل که چیرته یې بیرته په دندو نه ګماري نو لږ تر لږه د دوی معاشونه دې ورته ورکړي.

د قاضیانو له ډلې یو تن چې نه ېې غوښتل نوم يې خپور شي، د آلمان خبري آژانس ته وويل چې طالبانو ورته په دې شرط د خبري کنفرانس جوړولو اجازه ورکړې چې دوی به په کې له طالبانو څخه شکایت نه کوي.

هغه وويل: «قاضیان نه شي کولی له خپلو کورنو څخه بهر ووځي، ځکه چې له ۵۰ زرو څخه ډير مجرمان له بنده آزاد شوي دي.»

د افغانستان پخواني حکومت کې د یوې محکمې جریانانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

دغه پخواني قاضي زیاته کړه: «يو شمیر قاضیان وژل شوي هم دي، خو په رسنيو کې يي خبر خپور شوی نه دی.»

رپوټ زیاتوي، په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته په زرونو مجرمان له بنده آزاد شول او اوس وايي چې د غچ اخیستلو په هڅه کې دي.

طالبان د افغانستان د پخواني حکومت قاضیان په اداري فساد او پر هیواد له بهرني یرغل سره په همکارۍ کولو تورنوي.

د طالبانو د سترې محکمې يوه ویاند، عبدالبصیر مشعل، وویل چې د دوی چارواکي د ډاډ ترلاسه کولو په موخه تحقیقات کوي او ګورې هغه قاضیان چې له خلکو يې بډې اخیستي وي بیا يې په دندو نه ګماري.

د تیرو شاوخوا ۷ میاشتو په جریان کې چې طالبان په واک کې دي له افغانستان څخه په لسونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو، تر ډيره امریکا متحده ایالاتو او اروپا ته ووتل. په دغو افرادو کې ډيری يې د بهرنیو ځواکونو یا موسساتو محلي کارکونکي، د کورنیو غړي او د پخواني حکومت مهم غړي دي.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي دي چې په دې بهیر کې يو شمیر قاضیان هم له هیواده وتلي او احتمالا په افغانستان کې د پاتې قاضیانو له ډلې هم ځينې ېې له افغانستانه د وتلو اراده ولري. امنيتي او اقتصادي ستونزې د وتلو ستر عوامل په ګوته کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل