1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخوانی افغان پارلمان انلاین غونډې پيلوي، خو څنګه؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ خرداد ۳۱, سه‌شنبه

د افغانستان د پخواني پارلمان دارلانشاء وايي، له پخوانیو وکېلانو یې غوښتي چې ډېر ژر په انلاین بڼه غونډو کې ګډون ته چمتووالی ونیسي. خو ګټه به يې څه وي؟

Afghanistan Präsident Ghani stellt seine neuen Kabinettsmitglieder vor
انځور: Presseabteilung des Präsidentenpalastes von Afghanistan

د پخواني افغان پارلمان د دارلانشاء مشر عبدالقادر ځاځی وطندوست وايي، د نړۍ د پارلمانونو اتحادیې یا IPU په همکارۍ یې د دې زمینه برابره کړې چې وکېلان یو ځل بیا د خپل ولس ستونزې بیان کړي.

پخوانیو وکېلانو ته په استول شوې اطلاعیه کې لېکل شوي چې ټولې غونډې به انلايني او په اوونۍ کې درې ورځې د درو ساعتونو له پاره ترسره کېږي.

عبدالقادر وطندوست دویچه ویله ته وویل: «دغه انلاین کومه پروسه چې د اوولسمې تقنینې دورې د ملي شورا وکېل صاحبانو، خصوصا د ولسي جرګې، دوی به د افغانستان فعلي حالات او د خلکو او موکلینو اوسني مشکلات پورته کوي او پر فعلي حکومت باندې به هم غږ کوي.»

ځاځی زیاتوي چې پخواني وکېلان به یو ځل بیا له منسجم ادرس څخه د افغانستان پر اوسنیو واکمنانو او نړېوالي ټولني غږ کوي چې باید ټاکنې وشي او نظام باید انتخابي وي.

دغه راز، په نظام کې باید د افغانستان ټول خلک خپل ځان وګوري.

سره له دې چې د پخوانۍ ولسي جرګې د دارلانشاء مشر وايي، نږدې ټول وکېلان د پارلمان د انلاین غونډې د پيلولو له طرحې سره موافق دي، خو ځینو وکېلانو یې په اړه له نظر ورکولو ډډه کوله.

د دې جرګې یوه پخواني غړي محمد کریم اتل دویچه ویله ته وویل، په دې اړه بحثونه روان دي خو تراوسه یوه ټولیزه موافقه نه ده شوې: «ځینې ستونزې او مشکلات شته چې هغه په سیاسي اړخ کې دي په دې اساس لا تراوسه موږ ټول په کل کې موافقې ته نه یوو رسېدلي کیدای شي په راتلونکو دوو یا درو ورځو کې خبره وروستۍ شي.»

اتل زیاتوي د پخوانیو وکېلانو حقوقي مسئولیتونه او صلاحیتونه لا تراوسه څرګند نه دي چې په اړه یې باید لا ډېرې سلا مشورې وشي.

ځيني پخواني چارواکي پخپله او که د طالبانو په بلنه افغانستان ته ستانه شوي؟

هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي په دې باور دي چې د نظام په بدلون سره پخوانۍ ولسي جرګې ته هیڅ ډول قانوني او حقوقي مشروعیت نه دی ورپاته.

آرشيف انځور؛ د افغانستان د پخواني پارلمان غړيانځور: AP

سیاسي شنونکي اغا محمد قریشي په دې اړه دویچه ویله ته وویل، د پخواني پارلمان بحثونه او پریکړې ځای نه نیسي: «اساسي مسله داده چې له حقوقي او سیاسي دواړو اړخونو څخه نه نور پارلمان شته او نه نور جمهوري نظام ځکه د جمهوري نظام مشران او د پارلمان استازي تښتېدلي، هغوی ونه توانېدل چې د افغانستان د ملت، اساسي قانون او په ټوله کې د جمهوري نظام او ارزښتونو دفاع وکړي.»

د چارو د دغه کتونکي په باور د تشریفاتي غونډو پر ځای په کار ده چې د یوه ټولشموله نظام په رامنځته کېدو سره یوه بې پرې محکمه جوړه او له دغو پخوانیو چارواکو سره د خپلو کړنو حساب وشي.

خو د پارلمان د دارلانشاء مشر عبدالقادر ځاځي وویل، د افغانستان د پارلمان نړېوال حقوقي حیثیت اوس هم پر خپل ځای دی: »موږ د IPU په نوم یوه اتحادیه لرو چې نړېواله پارلماني اتحادیه ده، په هغې کې د افغانستان د پارلمان اوولسمه دوره هم ولسي جرګه او هم مشرانو جرګه دواړه پکې شته غړیتوب یې لري او هغوی اوس هم د افغانستان فعلي ملي شورا په رسمیت پیژني.»

د افغانستان پخوانۍ ولسي جرګه داسې مهال د انلاین غونډو د بيا پيل خبره کوي چې ځینو حتی د دې جرګې د حکومت د وخت حضورې غونډې هم چندانې اغېزمنې نه برېښېدې.

زموږ له آرشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل