1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرتګال: سبا یکشنبه فلسطین په رسمیت پیژني

شبنم الکوزۍ فارسي دویچه ویله
۱۴۰۴ شهریور ۲۹, شنبه

پرتګال اعلان کړی چې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۱ مه کې فلسطین به په رسمیت وپیژني. د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د دې خبر له تایید سره وویل چې یاده پریکړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې کلنۍ ناستې په درشل کې ونیول سوه.

پرتګال: سبا یکشنبه  فلسطین په رسمیت پیژني
پرتګال: سبا یکشنبه  فلسطین په رسمیت پیژنيانځور: Luis Boza/NurPhoto/picture alliance

تمه کیږي چې په راتلونکو ورځو کې به یو شمیر نور هیوادونه هم په ورته پریکړي لاس پوري کړي.

د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون یوه سلاکار د آسټرالیا، بلجیم، بریتانیا، کاناډا، لوګزامبورګ، مالټا، سان مارینو او اندورا نومونو ته اشاره کړې ده.

ټاکل شوې ده چې فرانسه او سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د عمومي اسمبلې له پیل څخه مخکې د یوې ګډې غونډې کوربه توب وکړي، چیرې چې د رسمیت پیژندلو رسمي اعلان به وسي.

پداسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړو څخه نږدې ۱۵۰ هیوادونو تر دې دمه د فلسطین دولت په رسمیت پیژندلی دی، د آلمان صدراعظم فریدریش مرڅ ټینګار کړی چې د هغه هیواد به پدې لاره کې پل وانخلي.

دا پرمختګونه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د فلسطیني دولت مسله په نړیواله ډیپلوماسۍ کې یو له خورا ننګونکو مسلو څخه پاتې ده او ښایي د سږ کال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په بحثونو سیوری وغوړوي.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل