1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په آلمان کې د میشتو مهاجرو کورنۍ دې له بلاروسه راوستل شي»

۱۴۰۰ آذر ۲۸, یکشنبه

«پرو ازول» او د نیدرزاکسن ایالت د پناه غوښتونکو شورا حفاظت ته د اړمنو کسانو له پاره د بلاروس شرایط د نه زغملو وړ بولي. دغو بنسټونو په عاجل ډول د هغو کسانو د منلو غوښتنه کړې چې د بلاروس او پولنډ په سرحد کې بند پاتې دي.

Belarus Grenze zu Polen | Migranten
انځور: Maxim Guchek/BelTA/Reuters

په آلمان کې د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان «پرو ازول» او د نیدرزاکسن ایالت د پناه غوښتونکو شورا د شنبې (د دسمبر میاشتې ۱۸ نیټه) په ورځ وویل چې دوی په آلمان کې د مرستې له پاره د هغو ناهیلې کسانو ډير شمیر تماسونه ترلاسه کړي دي چې د کورنۍ غړي یي په بلاروس یا سپينې روسیې کې بند پاتې دي.

پرو ازول ویلي دي چې نور نو دغو پناه غوښتونکو ته د نړیوالو مرسته رسوونکو سازمانونو، فعالانو او خبریالانو لاسرسی امکان نه لري. دوی په دې باور دي چې د یوه انساني ناورین د مخنیوي او د پناه غوښتونکو د ژوند ژغورنې له پاره یوې عاجلې پریکړې ته اړتیا ده.

دغه سازمان غواړي چې تر کریسمس مخکې باید یوه عاجله سیاسي حل لاره ولټول شي. د پرو ازول مشر ګونتر بورکهارت وویل: «مونږ تمه لرو چې صدراعظم اولاف شولڅ باید د اروپایي اتحادیي په بهرنیو پولو کې د قانون د حاکمیت تر پښو لاندې کیدلو پر وړاندې د تحمل او خاموشه پاتې کیدو سیاست ته د پای ټکې کیږدي.»

بورکهارت زیاتوي چې د آلمان نوی ائتلاف ژمن دی چې په داخل او خارج کې به د خپلو ارزښتونو او قانون د حاکمیت ساتنه کوي او دا کار باید سمدلاسه عملي شي.

د نیدرزاکسن د پناه غوښتونکو له شورا څخه ایګون هیرش وایي: «اروپایي قوانین پخپلو سرحدونو کې د ماتې سره مخامخ کیدو په حال کې دي. د درک وړ نه ده چې اروپا ولی اجازه ورکوي چې خلک دې د ولږې او یخ وهل کیدو له کبله مړه شي، د دې پرځای چې هغوې ومني. که آلمان د پناه غوښتونکو له منلو سره موافقه وکړي هغه د فشار آله چې الکساندر لوکاشینکو یي په لاس کې لري، له کاره لویږي.»

بورکهارت د ټولو هغو کسانو په مقابل کې چې د حفاظت په لټه کې دي او له آلمان سره خاص اړیکې لري، ځانګړی مسئولیت ویني. هغه وویل: «تر اوسه پورې اصلاً په سیاست کې دې نظر ته پاملرنه نه ده شوې.»

د دغو دوو سازمانونو په وینا اروپایي اتحادیه په دې وروستیو اونیو کې په خپلو سرحدونو کې د بشري حقونو د ملاتړ له پاره هیڅ اقدام نه دی کړی. د دغو دواړو بنسټونو په ګډه اعلامیه کې راغلي دي: «د بلاروس حکومت هغه کسان چې د حفاظت په لټه کې دي، د هغو له ډلې څخه کورنۍ د هغو له ماشومانو او سپین ږیرو سره، د پولنډ سرحد ته وړي دي او هغوې یي سرحدي سیمې ته نږدې ځنګل کې په سړه هوا کې تر شنه آسمان لاندې یوازې پریښې دي. البته د یو شمیر پناه غوښتونکو له پاره د بلاروس حکومت د دغه چلند پایلې وژونکي دي.»

ګونتر بورکهارت، شکایت کوي او وایي چې د سپينې روسیې سرحد ساتونکي هغه کسان چې د حفاظت په لټه کې دي د پولنډ د سرحد پر لور یي ټیل وهي، چیرې چې په خپل نوبت سره د پولنډي پوله ساتلو له خوا پر شا تمبول کیږي چې دا „د پينګ پانګ یوه غیر انساني لوبه" ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب