1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اروپا باندي د روسي او اوکراين تر منځ د ګازو پر سر د لانجو اغيزي

۱۳۸۷ دی ۱۸, چهارشنبه

په لويديزه اروپا کي همدااوس ډير يخ دی ، چي د ډيرو کلو راهيسي يې سارۍ نه ؤ ليدل سوی،او په همدغه وخت کي د روسيې او اوکراين تر منځ د ګازو پر سر شخړه جدي سوې ده ،چه پرون شپه يې جرمني ته هم د ګازوپر ليږلو منفي اغيزه وکړه

په اوکراين کي اروپا ته تلونکي د ګازو پايپلاينونه
په اوکراين کي اروپا ته تلونکي د ګازو پايپلاينونهانځور: AP

داچي د ګازو ليږل به د نورو پايپلاينونو پواسطه دپخواپه ډول په پوره اندازه سره ونه ليږل سي، نو الکساندر ميدويديف اوګلوز ته د اوله سره روښانه وه. د جرمني داقتصاد وزيرګلوز، د ګازپروم د شرکت د مرستيال ميدويديف تر خبرو اترو وروسته په دې اړه ويل چي: «موږ په ډير جدي ډول د هغه خراب حالت په باب سره خبري وکړې، چي د روسيې څخه ناببره جرمني او نورو اروپايي هيوادوته لږ ګاز وليږل سو.زه کوښښ کوم چي دغه حالت بيرته تغير وخوري .زه په هغو خلګو پوهيږم چي ديخ په دغه وخت کي په تشويش کي دي .»

ګلوز وويل چي جرمني نسبت نورو هيوادو ته دګاز په واردولو کښي ښه چانس لري ، او داسي امکانات لري ، چي د بلي خوا هم يو څه ګاز را وارد سي. ګلوز وايي چي ده د ګازپروم د شرکت د معاون څخه ددې وعده اخيستې ده،چي ګاز به بېله اوکراين څخه د بلي لاري هم جرمني ته انتقال سي.

د ګازپروم شرکت مرستيال الکساندر ميدويديفانځور: AP

د ګازپروم د شرکت مرستيال ميدويديف په خپل وار سره د ګلوز څخه د هغو امکاناتو په باب مننه وکړه، چي د وروستيو ورځو د پيښو په باب يې د اول لاس څخه معلومات ورکۍ، او ويې ويل :«د معلوماتو دغه ډول تبادله د مخکني خبرداري د هغه سيسټم مطابق ده، چي د2005/06 کلو تر بحران وروسته جوړ سوی دی. او زه غواړم تاکيد وکم چي موږ نه يوازي د جرمني،بلکي زموږ د ګازو د ټولو مهمو رانيونکو او انډيوالانوسره پر دې کار کوو،چي هغه حالت ته تغير ورکو، چي د اوکراين د غير مسؤلانه عمل له کبله رامنځته سوی دی.»

د ګازپروم د شرکت مرستيال ميدويديف وويل چي متأسفانه پرون شپه داسي پيښي رامنځته سوې، چي د ګازو د صادرولو په تاريخ کښي ندي رامنځته سوي. د اروپا پر وخت د شپې دوه نيمي بجې د اوکراين لخوا درې هغه عمده پايپلينونه چي مرکزي او غربي اروپا ته ګاز انتقالوي، وتړل سول.

الکساندر ميدويديف وايي چي خاصتاً د بالقان دهيوادو له پاره د ګازو په ليږلو کښي ډير مشکلات رامنځته سوي دي، اواوکراين ددې اخطار ورکړی دی، چي د جنوب شرقي اروپا هيوادو ته به هم د ګازو پايپلاينونه بند کي.

الکساندر ميدويديف دجرمني د اقتصاد د وزير ګلوز سره پر دې موافق ؤ، چي د اوکراين سره بيرته د خبرو ميز ته کښېني.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب