1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اسراييلو باندي د متحده ايالاتو ديپلوماتي فشار

۱۳۸۸ مرداد ۵, دوشنبه

له اسرائيلي اړخه ډېر کم کسان د امريکې له سياست سره دغومره آشنا دي لکه نتانياهو.

د اسراييلو فلسطينيانو ترمنځ د سولي لپاره د متحده ايالاتو نوي هڅي
د اسراييلو فلسطينيانو ترمنځ د سولي لپاره د متحده ايالاتو نوي هڅيانځور: AP

د اسرائيلو د صنايعو وزير بنيامين بن اليزر Benjamin Ben Eliezer کولي شي، له حالاتو نه مثبته نتيجه واخلي: «د امريکې مشر بارک اوباما د يوې نوې نړۍ کوشش کوي او اسرائيل په هغه کې ښه رول لوبولي شي. له واشنگټن نه انتقادي کلمو هم د دواړو ملکونو په اړيکو کې کوم بدلون نه دئ راوستلي. نو که اوس د څو ساعتونو او ورځو په اوږدو کې نږدې ختيز ته گڼ شمېر امريکايي سياستمداران او دپلوماتان ورځي، بايد اسرائيل ورته خوشحاله وي: ځکه دا فرصت په لاس ورکوي چې په واشنگټن کې غلط پلانونه او برداشتونه اصلاح کړي.»

خو آيا چې دا ډول خوشبيني پر ځاي ده او که نه، بايد ثابته شي: د اسرائيلو د هستوگنځيو د جوړولو د سياست په اړوند، له سوريې سره د صلحې د خبرو اترو په اړوند او - تر هر څه وړاندې - له ايران سره د اتومي لانجې په اړوند. د امريکې د پوځ له وزير رابرت گيټز سره د خبرو اترو اصلي موضوع ايران جوړوي. داسې يوه موضوع، د کومې پر سر چې څو کالونو راهيسې د امريکې او اسرائيلو تر منځ د نظر يووالي موجود وو.

اسرائيل او امريکه د بهريانو د دې کوششونو اصلي قوه ده، چې بايد د ايران د اتومي وسلو جوړولو او پراخولو مخه ونيسي. په دې برخه کې د امريکايي او اسرائيلي سياستمدارانو څرگندوني ډېرې زياتې سره ورته وي. د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې ميرمن هلري کلنټن د همدې تېرې اونۍ په پاي کې يو ځل بيا ډاډ ورکړ، د ايران دا هلې ځلې بېځايه دي، چې غواړي ټوله اتومي کړۍ تر کنټرول لاندې راولي. او کله چې اوباما په خپل دې وړانديز باندې دريږي، چې له ايران سره بايد د خبرو اترو له لارې پرمخ ولاړ شي، نو ده هم د کلنټن غوندې په وار وار ټينگار کړي، چې ايران په هېڅ ډول سره اجازه نه لري اتومي وسلې جوړې کړي.

په اسرائيلو کې د بنيامين نتانياهو ښي لاسې حکومتي ټلوالې يو ځل بيا د ايران اتومي سياست بشريت ته خطرناک بللي، او تل دا امکان موجود دئ، چې اسرائيل به د ضرورت په صورت کې د ايران د اتومي پروگرام پر ضد پوځي اقدام کوي. د اوباما مرستيال جو بايدن که څه هم وروسته د خپل مشر لخوا صحيح کړل شو، مگر په اسرائيلو کې ښه آورېدل شوي، چې بايدن لږ څه مخکې ډاډ ورکړ، د امريکې متحده ايالتونه به د اسرائيلو د حملې په صورت کې مداخله نه کوي، ځکه اسرائيل يو خپلواکه هېواد دئ.

د اسرائيلو د سخت پلوي جورج بوش په وخت کې له واشنگټن څخه هېڅوک دغومره وړاندې نه وو تللي. بر عکس: د ايران په وړاندې د اسرائيلو گواښونه او گوتې څنډنې، د اوباما نه مخکې مشرتابه لخوا په چټکه سره ځوابېدل چې: امريکه د اسرائيلو پر خپل سر عمل نه غواړي، ځکه چې د هغه ناوړه پايلې به د دوي د اوږو بار کيږي. د افغانستان او عراق د حالاتو په نظر کې نيولو سره، واشنگټن دې ته چمتو نه وو، چې نوې ماجرا ته ملا وتړي. او د اسرائيلو لخوا هم په هېڅ صورت سره ورته ماجرا کې ښکېل راوستل شي.

همدا شرطونه د اوباما په اداره کې هم د اعتبار وړ دي. حتی له دې نه زيات، ځکه اوباما دا پتيلې ده، چې د نږدې او منځني ختيز په برخه کې به د امريکې سياست له سره تر څېړنې لاندې نيسي او جوړوي.

له اسرائيلي اړخه ډېر کم کسان د امريکې له سياست سره دغومره آشنا دي لکه نتانياهو. کوم څه چې پخپله خوښه سره د نوموړي د دې عمل مخنيوی ونه شوای کولی، د سويز کانال له لارې خپلې جنگي بېړۍ د فارس د خليج په لور وخوځوي. ممکن هغه آلماني ډوله اوبتلونه هم، کوم چې په اتومي توغوندو سره سمبال دي. البته د آرام خيالۍ ځای دا دئ، چې رښتيني پوځي عمليات داسې په ښکاره ډول سره نه اعلانيږي - له اسرائيلو له پلوه خو بالکل نه.

فريدريکه شولتز/عارف وردک

کتونکی: عبدالباری

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب