اردني ليکوال ناهض حتر، په اردن کي ډېر محبوبيت لاره. د حتر کاريکاتورونو د هغه محبوبيت نور هم زيات کړی وو.
حتر، مخکي له دې چي د داعش په تړاو د کاريکاتور رسمولو په اړه محاکمه سي، د اردن د پلازمېني عمان د ستري محکمې د ودانۍ مخي ته وسله والو په مرميو وويشت او ووژل سو.
رويترز خبري آژانس ليکلي چي قاتل د پېښي په ځای کي نيول سوی دئ. ليکل سوي چي هغه ۳۹ کلن دی او داسي ښکاري چي سلفي به وي.
ناهض حتر، د اگست مياشتي په نيمايي کي ونيول سو. هغه په خپل فيسبوک پاڼه کي يو ډېر جنجالي کاريکاتور خپور کړی وو. حتر ۵۶کلن مسيحي او پر اسلام باندي يو له نيوکه کوونکو څخه وو.
د الجزيرې شبکې د راپور له مخي ناهض حتر، په دغه کاريکاتور کي چي نوم ئې «د داعش خدای» ايښی وو، پکښې ښکارېدل چي يو داعشی له دوو ښځو سره د خوب په کاليو کي پروت او له خدايه غواړي چي يوه پياله شراب ورکړي. په دغه کاريکاتور کي يوه سړی ښوول کيږي چي دوی خدای بللی سپينه ږيره او زرين تاج ئې پر سر دی د پردې تر شا دغي خوني ته گوري.
د دغه کاريکاتور په اعتراض کي تر سختو اعتراضونو وروسته، ناهض حتر، بخښنه وغوښتله او ويې ويل چي خدای ته ئې د توهين قصد نه لاره.
په پلان کي وه چي حتر اسلام ته په توهين او د مذهبونو ترمنځ د نفاق پاشولو په تړاو محاکمه سي. هغه د سپتمبر مياشتي په لومړيو کي د يوې وثيقې په اقرار سره آزاد سوی وو.
ويل کيږي چي ناهض حتر، د سوريې د واکمن بشاراسد پلوی وو.
نور مطالب
انځورونه: د نړۍ ښايسته فرهنگي ميراثونه
له ۴۰۰۰ انځورونو څخه چي مينوالو د يونيسکو د نړيوالو فرهنگي ميراثونو څخه اخيستي دي ۱۱ ئې تر ټولو ښه غوره سوي دی. دغه انځورونه به د دويچه ويله په آلبوم کي ووينئ.
انځور: privatد تاج محل انځور د کلمبيا عکاسي ساندرا اخيستی دئ. تاج محل د آگرا ښار ته نژدې جوړ سوی او له ۱۹۸۳م کال راهيسي د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي شمېرل کيږي.
انځور: privatدغه دره چي په اردن کي د مياشتي په درې هم مشهوره ده له ۲۰۱۱م کال راهیسي د ملگرو ملتونو د يونسکو سازمان د نړۍ د فرهنگي ميراثونو په ليست کي ثبت سوې ده. دغه انځور کلمبيايي خورخې ادواردو اخيستی دئ.
انځور: privatمعبد او د دوبي د اوسېدو ځای
دغه معبد او د دوبي د اوسېدو ځای چي د چين چنگده ښار ته نژدې پروت دئ په ۱۹۹۴م کال کي د نړۍ فرهنگي ميراثونو ته ور زيات سو. دغه انځور چينايي آندره آس اخيستی دئ.
انځور: privatپه پمپيي ښار کي لرغوني کنډوالې
په ايټاليا کي د ناپل ښار ته نزدې دغه لرغوني کنډوالې واقع دي. دغه لرغونی ښار له ۱۹۹۷م کال راهيسي د يونسکو د نړۍ د فرهنگي ميراثونو جزو گرځېدلی دئ. انځور په بريتانيايۍ اکسينا پوري اړه لري.
انځور: privatپه مصر کي سپېڅلې دير کاترين
سپېڅلې دير کاترين د مصر په سينا ټاپووزمه کي ده. سپېڅلې دير کاترين له ۲۰۰۲م کال راهيسي د يونسکو د نړيوالو فرهنگي ميراثونو په ليست کي زياته سوې ده. انځور په هنگري پايولو هنريک پوري اړه لري.
انځور: privatپه هنگري کي ملي پارک هورتوباجی
هورتوباجي د هنگري يو له ملي پارکونو څخه دئ چي له ۱۹۹۹م کال راهيسي د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي شامل سوی دئ. دغه انځور د هنگرۍ ماريا اخيستی دئ.
انځور: privatپه استارليا کي اولورا کاتا جوتا ملي پارک
ملي پارک اولورا کاتا جوتا د استراليا په مرکز کي دئ. دغه ملي پارک په ۱۹۸۷م کال کي د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي شامل سو. عکس ناروږي راگن هيلد اخيستی دئ.
انځور: privatماچوپيچو، چي لرغونپوهان ئې سپېڅلې سيمه نوموي، په پيرو هيواد کي ده او ډبرين دېوالونه ئې د اينکا قوم له معمارۍ سره سرخوري. دغه سيمي له ۱۹۸۳م کال راهيسي د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي شامله سوې ده. عکس کلمبيايي ماريا سسيليا اخيستی دئ.
انځور: privatپه بالي کي د سوباک اوبو رسولو سنتي سيستم
يونسکو د اندونيزيا د بالي ټاپو د سوباک د اوبو رسولو سنتی سيستم په ۲۰۱۲م کال کي د نړۍ په فرهنگي ميراثونو کي ثبت کړ. انځور اندونيزيايۍ زيبيللا اخيستی دئ.
انځور: privatدغه انځور د هغو ۴۰۰۰ عکسونو په سيالۍ کي لومړی ځای نيولی دئ چي مينوالو په درسته نړۍ کي له فرهنگی ميراثونو څخه اخيستي دي. چيچن ايتزا په مکسيکو کي د مايا قوم لرغونی اثر دئ. چيچن ايتزا په ۱۹۸۸م کال کي د نړۍ په فرهنگي ميراثونو ورگډ سو. انځور مکسيکويي يوبل اخيستی دئ او سيالي ئې گټلې ده.
انځور: Privat