پر افغانستان باندي د تاجکستان وارداتي بریښنا قطع سوه
۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۶, سهشنبه
د بریښنا شرکت اعلان کړی دی چي د بغلان ولایت په مربوطاتو کي د جګړو له امله د تاجکستان وارداتي بریښنا قطع سوې ده. دغه شرکت، د وارداتي بریښنا د پایو د نړولو او د خپلو تخنیکي کارکوونکو د وژلو او ټپي کیدو له امله اندیښنه لري.
انځور: DW/G. Adeli
اعلان
د بریښنا شرکت د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د تاجکستان د وارداتي بریښنا د قطع کیدو خبر ورکړی. د دغه شرکت د یوې خبرپاڼي پر اساس د دوشنبې په ماښام، د پلخمري ښار ته نژدې د عسقلان د ستیشن او مرکزي بغلان پر لار، د جګړو او نښتو له امله د تاجکستان د وارداتي بریښنا دوه لینونه قطع سوي دي.
په عین حال کي، د بریښنا د شرکت په حواله، مخالفینو د پروان ولایت د ګل غونډۍ په سیمه کي هم د وارداتي بریښنا دوې پايي چپه کړي دي. د دغه شرکت په حواله دغه پايي کاملاً نړول سوي نه دي، خو له درو خواوو تخریب سوي دي.
د دغي خبرپاڼي پر اساس، په وروستیو ورځو کي، د بریښنا څو پايي په پرله پسې ډول د کابل په شمال او یا هم د وارداتي لین پر لار، له منځه تللي او حتي ددغه شرکت د تخنیکي کارکوونکو د زخمي کیدو او وژل کیدو سبب هم سوي. په دغه خبرپاڼه کي د پایو د تخریبولو په تړاو د کومي ډلي او یا هم کوم چا نوم نه دی اخیستل سوی.
د بریښنايي پایو نړول مخ پر زیاتیدو دي
د بریښنا شرکت چي افغانستان ته د بریښنا رسول پرغاړه لري، د مخ په زیاتیدونکي ډول د بريښنا د مزو د پایو له نړولو څخه اندیښنه څرګندوي او دا کار د افغانستان خلکو ته یوه سخته اجتماعي او اقتصادي ضربه بولي.
دغه بڼسټ ټینګار کوي چي برقي تاسیسات، د خلکو ملي شتمني ده او له ټولو مسئولو بڼسټونو څخه غواړي چي د بریښنا د پایو له نړولو څخه مخنیوی وکړي او عاملین یې په قانوني ډول تعقیب کړي.
د بریښنا شرکت له خلکو هم غواړي چي ددغه شرکت د تاسیساتو په ساتلو کي همکاري وکړي او د بریښنایی پایو د تخریب مخه ونیسي.
د دوشنبه په ورځ هم د کابل په ۱۷مه ناحیه کي د چمتلې په سیمه کي د یوه ځای پر ځای سوي ماین د چاودني له امله د شرکت څلور تنه کارکوونکي په داسي حال کي زخمیان سول چی د بریښنا پایه یې ترمیموله. دغه شرکت وايي چي د دوو تنو حالت د اندیښنې وړ دی.
سربیره پر دې دغه شرکت ویلي دي چي د هغوی د کارکوونکو د انتقالولو موټر د پروان ولایت د ګل غونډۍ په سیمه کي د ماین له چاودني سره مخامخ سو خو مامورینو ته یې کوم زیان نه دی رسیدلی.
زموږ له آرشيفه په ورته موضوع یو انځوريز البوم (03. 11. 2019):
د کابل د ارغندې د بريښنا سب ستيشن د بريښنا شرکت له خوا د پارلمان د يو شمير غړو او سياسي څيرو په شتون کې پرانيستل شو.
انځور: DW/G. Adeli
۱۲۶ ميګاواټه بريښنا
د کابل د ارغندې د بريښنا سب ستيشن د ۱۲۶ ميګاواټه بريښنا د تولید ظرفيت لري. د دغه سب ستيشن له بريښنا څخه به د ميدان وردک، غزني، لوګر، پکتيا او خوست ولايتونه برخمن شي.
انځور: DW/G. Adeli
د خلکو شکايتونه
د کابل ښار اوسيدونکي په دوامداره توګه په کابل کې د دوامداه بريښنا د نه شتون په اړه شکايتونه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ژمي موسم په رانژدې کيدو سره د بريښنا په ويش کې وقفې يا پرچاويانې نورې هم ډيريږي.
انځور: DW/G. Adeli
د اسيا پراختيايي بانک
د دغه سب ستيش پر فعاليدو باندې ۱۹ اعشاريه ۹ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلی چې د آسيا پراختيايي بانک له خوا ورکړل شوي دي. د پروژې چارې يې د آلماني شرکت زيمينس له خوا مخته وړل شوي دي.
انځور: DW/G. Adeli
پر خودکفايۍ باندې تمرکز
د افغانستان د بريښنا شرکت وايي چې د کابل د ارغندې د بريښنا سب ستيشن د انکشافي او پراختيايي پروژو له ډلې څخه يوه پروژه وه چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت په پلانونو کې يې ځای درلود.
انځور: DW/G. Adeli
يو څه ستونزې به حل شي
د بريښنا شرکت عمومي اجرائيوي رئيس امان الله غالب وويل: «دا يوه مهمه ملي پروژه ده چې کولای شي د بريښنا د کمښت او د هغې د ټيټ کيفيت ستونزې حل کړي. دغه سب ستيشن همدا راز نورو ولايتونو ته د بريښنا رسولو د مهمو تاسيساتو څخه ګڼل کيږي.»
انځور: DW/G. Adeli
پر ۱۳ ولايتونو د بريښنا ويش
د بريښنا شرکت رئيس په وينا کله چې د ارغندي سب ستيشن د ترکمنستان د ۵۰۰ ميګاواټه بريښنا پروژې سره وصل شي، په هغه صورت کې به وشي کړای چې د افغانستان ۱۳ ولايتونو ته بريښنا توزيع کړي. په حاضر وخت کې د دغه سب ستيشن بريښنا د تاجکستان او ازبيکستان د ۳۵۰ ميګاواټه وارداتي بريښنا باندې فعاله شوې ده.