د افغانستان د برېښنا شرکت له خوا ويل شوي چې ازبکستان پر افغانستان د برېښنا پرې کولو خبرداری ورکړی دی. خو ازبکستان ولې دغه خبرداری ورکړی او افغان چارواکي د دې ستونزې هواري ته څه پلان لري؟
اعلان
د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، عواید یې کم شوي نو ځکه واردونکو هېوادونو ته پروخت پیسې نه شي ورکولای. له دې ډلې ازبکستان خبرداری ورکړی چې که یې پیسې ورنه کړي پر افغانستان به خپله برېښنا پرې کړي.
د برېښنا شرکت ویاند وحید توحیدي وايي، د عوایدو کموالي له امله ښايي د برېښنا واردات ۵۰ سلنه راکم کړي او یا ان دغه واردات صفر شي. نوموړي وويل: «په دې صورت کې مونږ یوازې په کور دننه د برېښنا منابعو څخه استفاده کولای شو، لکه سروبي، نغلو، ماهیپر، غضنفر پاور، بیات پاور او ۷۷ کمپنۍ چې په کندهار کې بريښنا تولیدوي. مونږ یوازې له همدغو کورنیو منابعو فقط لومړی کټګورۍ مشترکینو ته برېښنا ورکولای شو او نورو ته برېښنا نه شو ورکولای.»
د ښاغلي توحیدي پر وینا خورا ډير پېریدونکي له برېښنا شرکت څخه پوروړي دي چې دې چارې د برېښنا شرکت پر عوایدو منفي اغیز کړی. هغه زياته کړه چې اوسمهال دولتي بنسټونه هم په میلیاردونو افغانۍ پوروړي دي، چې دا پور ټولټال ۷،۵ میلیارده افغانیو ته رسیږي.
نوموړي وويل: «له دې ډلې یوازې کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونه له برېښنا شرکته درې نیم میلیارده افغانۍ قرضداري دي.» برېښنا شرکت هیله من دی چې که حکومت لږ تر لږه د امنیتي بنسټونو او نورو دولتي ادارو د برېښنا پورونه هم ورکړي نو ښايي دا ستونزه تر یوه بريده هواره شي.
پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:
روژه، گرمي او د بریښنا نشتوالی
سږ کال د روژې میاشتې پر مهال گرمي هم اوج ته رسېدلې ده. خو په افغانستان او پاکستان کې عامو خلکو ته د بریښنا نشتوالی یو لوی سرخوږی دی. په پاکستان کې په ځینو برخو کې خلکو د بریښنا د پارچاوۍ پر ضد لاریونه هم کړي دي.
انځور: DW/I. Jabeen
په سره لمر کې د مزدورانو ژوند سخت په تکلیف کې وي. او چې روژه یې هم نیولي وي نو جسمي ازمایښت یې لا پسې سخت شي. دغه کس محمد ثاقب نومیږي چې د سیالکوټ له سیمې اسلام آباد ته راغلی دی. د هغه په خبره په کلي کې یې د گرمۍ په موسم کې آن ۱۶ساعته بریښنا هم نه وي. د هغه په خبره په اسلام آباد کې د مزدورۍ پر مهال څو ځله له گرمۍ بې هوښه شوی دی.
انځور: DW/I. Jabeen
د اسلام آباد په یوه روغتون کې د ښځو واټ. په گرمۍ کې د ناروغانو له پاره انتظار او ډاکټرانو او نرسانو له پاره په سخته گرمۍ کې کار کول ډیر صبر غواړي.
انځور: DW/I. Jabeen
په انځور کې احمد یوسفزی میوه پلرونکی دی. په دې ورځو کې هغه خټکي پلوري او وايي چې میاشت خو د روژې ده، خو په دې میاشتې کې د بیو لوړوالي، گرمۍ او د بریښنا پارچاوۍ د خلکو ژوند سخت کړی دی. هغه ځکه ناهیلي دی چې نه پوهیږي کورنۍ یې څه واغوندي او څه وخوري. د هغه پنځه سره اولاده ښوونځي ته نه ځی.
انځور: DW/I. Jabeen
په روژې میاشت کې د روژه مات له پاره سموسې او پکوړو پلرونکو کاروباره ښه کیږي، خو د دوکاندار باید د دې له پاره ټوله ورځ چمتووالی ونیسي. په اسلام آباد کې د دغه دوکان خاوند وایی چې په اصل کې یې نغری او نور سامان په بل ځای کې دی. د هغه په خبره که چیرې په دوکان کې نغری او کړایي هم وي نو د گرمۍ او بریښنا د نشتوالي له کبله به په دوکان کې څوک کار و نه شي کړای.
انځور: DW/I. Jabeen
په دغه ځای کې غریبانانو ته وړیا روژه مات برابریږي. له لمر لوېدو سره سم به دسترخوان له خلکو ډک وي. د دغه انځور په لوحه کې ځانگړې خبره دا ده چې پکښې نیکۍ ته بلنه شوې.
انځور: DW/I. Jabeen
په انځور کې په راولپنډۍ کې د موټرو د پرزو د یوه مارکیټ څو سوداگر د گرمۍ له کبله د دوکانو د باندې ولاړ دي. سپین ږیري ولي الله او نورو درې واړو کسانو روژه نیولې ده. هغوی وایي چې «بریښنا نه وي نو له دوکانه تنور جوړ شي. حکومت د بریښنا پارچاوۍ د ختمولو له پاره ژمنې کړې وې، خو چې دا کار یې نه شو کولای نو له خلکو سره یې ولې د دروغو ژمنې کولې.»
انځور: DW/I. Jabeen
د افغانستان بلخ ولایت هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د نورو په پرتله پکښې د بریښنا پارچاوي کمه وي. که څه هم د روژې په میاشت کې د تودوخې درجه لوړي وي، خو په څلورویشتو ساعتونو کې په وقفه ایي شکل شا او خوا څلور ساعته بریښنا نه وي.
انځور: picture-alliance/dpa
په سخته گرمۍ کې له اوبو سره لوبیدل د ماشومانو له پاره عادي چار ده. خو په پاکستان کې د سختې گرمۍ او بريښنا د نشتوالي له کبله روژه لرونکي ته آن د یوه پکي سهولت هم نه وي. ماسپښین مهال خلک د اوبو په واسطه د گرمۍ د له منځه وړلو هڅه کوي.
انځور: DW/I. Jabeen
د روژه مات له پاره د جلیبۍ، پکوړو او سموسو دوکان. دغه خواړه د سختې گرمۍ په موسم کې په اور سره تیاریږي. دوکاندار ایاز ملک وایي چې پر سر یې یو لوند دسمال تاو کړی څو گرمي حس نه کړي.
انځور: DW/I. Jabeen
په پاکستان کې زیاتره وخت په جوماتونو خیریه مرکزونو کې د عامو روژه نیونکو له پاره د روژمات بندوبست کیږي. اوس په لویو او وړو ښارونو او همداشان کلیو کې ځینې کسان د بې وزلو له پاره د روژه مات تیاری نیسي. په اسلام آباد کې هم په دغسې یوه ځای کې نارینه او ښځې د روژه مات انتظار کوي.
انځور: DW/I. Jabeen
دغه انځور په اسلام آباد کې د یوه ریستورانت دی، چې زیاتره کباب او نور خواړه پلورل کیږي. تر روژمات لږ مخکې دوه کسان ډوډۍ پخوي. په دغه ریستورانت کې کابو هر کار په نغري یا په سرو سکروټو کیږي. دغه انځور دا خبره په اثبات رسوي چې په پاکستان کې عام زیار ویستونکي کسان په څومره سختيو خپله روزي گټي.
انځور: DW/I. Jabeen
په پاکستان کې بهرنيو «فاسټ فوډ» رستورانونو د روژې میاشتې له پاره خاص فرمایشونه خلکو ته وړاندې کوي. د روژه مات پر وخت یا د شپې تر ناوخته پورې د مک ډونلډز او کې اف سي پر رستوانونو بیروبار وي.
انځور: DW/I. Jabeen
د افغانستان ختیځ ولایتونو کې هم د تودوخې درجه لوړه وي. خو پر دې سربیره هم په سږنۍ روژه کې په ننگرهار او لغمان ولایتونو کې هر درې ساعته بریښنا وي او هر درې ساعته بیا پارچاو وي. په کونړ ولایت کې وضعیت تر دې هم خراب دی او یوازې په مرکز اسد آباد کې وخت ناوخته بریښنا ځي راځي. په کندهار ولایت کې هم د بریښنا وضعیت خراب دی او څو وارې د څو څو ورځې له پاره بریښنا قطع شوې وه.
انځور: DW
که چیرې دا لیدل مو مقصد وي چې یو عام مزدور څومره په زحمت او صداقت سره کار کوي، نو دغه انځور یې بهترین ثبت دی. د سانتي گراد تر څلویښتو زیاتو درجو کې روژه په خوله په دغه ډول ساختماني چارو کې کار کول خورا سخت دي. د دغسې زیار ویستونکي مزدور هم دا حق دی چې د کومې ټولنې برخه ده، ټولنه یې هم باید پوره حقوق ورکړي. عصمت جبیں، اسلام آباد
انځور: DW/I. Jabeen
انځورونه1 | 14
د حکومت اقدامات
د افغانستان د ماليي وزارت وايي، د امنیتي بنسټونو د برېښنايي لګښتونو برخه کې له سیستکا (CSTC-A) یا افغانستان ته د امنیت ليږدونې ګډې قوماندانۍ سره خبرې کوي. ددغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي دویچه ویله ته وویل: «تمه لرو چې د افغانستان د دفاعي بنسټونو د برېښنا دریم نیم میلیارده افغانۍ قرض به سیستکا ورکړي.»
افغانستان خپله ۸۰ سلنه برېښنا له بهره راواردوي چې په دې ډله کې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردیږي. د بريښنا شرکت چارواکي وايي، ازبکستان ته له دغو پیسو مخکې له مخکې ورکول کیږي چې اوس یې د مخکې ادا کولو لپاره کافي پیسې نشته.
د ماليي وزارت ویاند وویل چې له واردونکو هېوادونو په ځانګړي توګه ازبکستان سره له ډيپلوماټیکي لارو خبرې کوي چې د برېښنا پیسې وار له مخه ونه غواړي. د افغانستان برېښنا شرکت د وارداتي برېښنا برخه کې د رامنځته شوې ستونزې د حل لپاره له حکومته د ۵۰ میلیونه ډالرو پور غوښتنه هم کړې.
د برېښنا شرکت نور پوروړي څوک دي؟
چارواکي داسې مهال په افغانستان کې د وراداتي برېښنا د پرې کېدو خبرداری ورکوي، چې اوسمهال د دولتي ادارو ترڅنګ جګپوړي چارواکي او مطرح سیاستوال له برېښنا شرکت پوروړي دي.
د ولسي جرګې غړي ذبیح الله عتیق دویچه ویله ته وویل چې د برېښنا پوروړي ډيری هغه زورواکان دي چې هره میاشت د سلهاوو زره افغانیو په ارزښت بریښنا مصرفوي، خو بیلونه یې نه تحویلوي. نوموړي وويل: «زه وایم که دغه زورواکي د برېښنا پیسې نه ورکوي، حکومت دې د پولیسو په زور ترې واخلي زه ګورم چې حتي ځیني د پارلمان وکیلان هم د بریښنا پیسي نه ورکوي.»
افغانستان هرکال له ۲۷۰ تر ۳۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت له ګاونډیو هېوادونو برېښنا پېري.