1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

امرالله صالح د کابل په برید کې په سطحي ډول ټپې شوی

۱۳۹۹ شهریور ۱۹, چهارشنبه

د افغانستان د کورنیو چار وزارت په حواله د افغانستان د ولسمشر د مرستیال امرالله صالح د موټرو پر کاروان د بمي برید په پایله کې د وروستیو معلوماتو په اساس لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

Afghanistan Vize-Präsident Amrullah Saleh
انځور: picture-alliance/AP/R. Gul

د افغانستان د ولسمشر د مرستیال دفتر ویلي دي چې د چهارشنبې په سهار(د سپټمبر میاشتې په ۹ نیټه) په پلازمېنه کابل کې د امرالله صالح د موټرو پر کاروان برید شوی دی. د ولسمشر د مرستیال ویاند رضوان مراد ویلي دي: «دغه ترهګریز برید ناکامه شوی او صالح په امنیت کې او روغ دی.»

د ښاغلي صالح یوه همکار چې نه یي غوښتل نوم یې واخیستل شي د فرانسې خبري اژانس(AFP) ته ویلي دي کله چې ښاغلی صالح له کور څخه د خپل کار دفتر پر لور روان وو یوه ځانمرګي بریدګر د هغه د موټرو کاروان ته ځان نږدې کړ او د ځان پورې تړلي چاودیدونکو موادو ته یي انفجار وکړ.

امرالله صالح د طالبانو سخت انتقاد کونکی دی. تیر کال هم له ولسمشریزو ټاکنو مخکې یو ځانمرګي بریدګر او وسله والو کسانو د هغه پر دفتر برید کړی وو. په دغه برید کې هم لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي وو او په لسګونو نور ټپیان شوي وو.

تر دې پيښې شاوخوا دوه ساعته وروسته ښاغلی صالح په یوه ویډیو کې را څرګند شو او وویل چې څو تنه ساتونکي ېې ټپیان شوي دي چې هغه روغتون ته لیږدول شوي. نوموړي وویل چې یوازې لاس یي په سطحي ډول ټپي شوی او د ده او ځوان زوی دواړو مخونه هم په سطحي ډول سوزیدلي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب. ص