پر اودیسه بندر د شنبې ورځ حملې ته غبرګونونه؛ روسیه څه وايي؟
۱۴۰۱ مرداد ۲, یکشنبهله اوکرایني بندرونو څخه د غله جاتو د صادرولو تر مهم تړون وروسته، اوکراین ویلي چې پر اودیسه بندر د روسېې حمله، د روسې او اوکراین تر منځ د غلو د صادراتو شوی تړون ګواښي.
دوی دغه تړون د جمعې په ورځ د جولای ۲۲مه په استانبول کې د ترکیې او ملګرو ملتونو سازمان په منځګړیتوب لاسلیک کړ. د تړون پر مهال د ترکېې ولسمشر، رجب طیب اردوغان او د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، انتونیو ګوتریش حضور درلود. د دغه تړون له مخې په اوکراين کې د جګړې له امله بنده پاتې شوې شاوخوا شل میلیون ټنه غله د تورې بحیرې بندرونو له لارې، چې د اودیسه بندر هم په کې شامل دی، نړیوالو بازارونو ته صادریږي.
خو د تړون په سبا یعنې پرون شنبه د جولای ۲۳مه داسې رپوټونه ورکړل شول چې د اوکراین اودیسه بندر کې دوه روسي توغندي لیګیدلي دي. د اوکراین پوځ ويلي دي چې دوه روسي کالیبر ډوله توغندي د پمپ ستیش په یوه سیمه کې لګيدلي او دوه نور د هوايي دفاع ځواکونو له خوا راغورځول شي دي.
پر مسکو د زیلنسکي بې باوري او شکونه
د اوکراین ولسمشر، ولاديمير زيلنسکي هم دغې پيښې ته غبرګون ښودلی دی. هغه وويل دغه حمله ښيي چې پر مسکو د دغه ديپلوماتيک تړون د عملي کولو له پاره باور ونشي. هغه والستريت ژورنال ته د اوکراین جګړې په تړاو وويل چې د لاسه ورکړل شوو سیمو د بیرته اخیستلو پرته به کوم اوربند نه ونشي.
د اوکراین سوسپيلن په نوم تلویزیون بیا د اوکراین د پوځ له قوله ويلي دي چې پر اودیسه بندر لګیدليو توغنديو کوم مهم زیان نه دی اړولی او یوه اوکرايني وزیر بیا ډاډ ورکړی چې د تورې بحیرې له بندرونو څخه د غلجاتو د صادراتو پيلولو ته چمتووالی ادامه لري. یاد تلویزیون په سويل کې د پوځ د یو قوماندان له قوله ويلي دي چې توغندي د غلو پر ګودامونه نه دي لګيدلي. خو د اودیسه والي ماکسیم مارچنکو بیا د کسانو د ټپي کیدو او په بندر کې د زیربنايي زیان اړولو خبره کړې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان د جمعې په ورځ هیله مندي وښوده چې د غلجاتو صادرولو تړون په څو اوونیو کې د اجرا وړ وګرځي. خو پر سبا ېې پر اودیسه بندر د توغندیو لګیدل، اندیښنې راوپارولي. د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي ټولنې، امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، آلمان او ایټالیا پر اودیسه بندر د شنبې ورځ توغندویزې حملې په کلکه غندلي دي.
مسکو څه وايي؟
د ترکېې دفاع وزارت وايي چې روسيي چارواکو انقرې ته ويلي دي چې د اودیسه بندر دغه حملې مسکو سره «هيڅ تړاو» نه لري. اوکراین د شنبې په ورځ له ملګرو ملتونو او ترکېې څخه وغوښتل تر څو مسکو ته ووايي چې د تړون اجرايي کولو ته ژمن پاتې شي.
رويټرز وايي چې د روسېې دفاع وزارت په دې هکله د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. د اودیسه بندر حمله، نه د روسېې دفاع وزارت په خپله اعلامیه کې یاده کړې او نه هم د روسیې پوځ د شنبې ماښام په خبري خلاصه کې ذکر شوې ده.
د اوکراین د ولسمشر یوه اقتصادي سلاکار، د اُولیه اوستینکو، د یکشنبې په ورځ د جولای ۲۴مه وويل که چیرته اوس د اوکراین بندرونه خلاص شي، نو هیواد به ېې د اتو تر نهو میاشتو پورې وشي کړی ۶۰ میلیونه ټنه غله صادره کړي. خو هغه وويل پر اودیسه بندر حمله ښيي چې دغه کار به په یقین سره چې ډير اسانه نه وي.
له اوکراينه د غلجاتو صادرات څومره وخت غواړي؟
د اوستینکو په خبره، اوکراین به وشي کولی چې د ۲۰ میلیونه ټنه هغه غلې څخه چې په لیفتونو کې ده او د ۴۰ میلیونه ټنه نوې غلې څخه ۱۰ ميلیارډه ډالر په لاس راوړوي. هغه زیاته کړه چې د دغو۶۰ ميليونه ټنه غلجاتو څخه ۲۰ ميلیونه د اوکراین د کورني احتیاجاتو له پاره لګول کيږي.
اوکراین د نړۍ په سطحه د غلجاتو یو مهم صادرونکی هیواد دی او تمه ده چې تر پنځو میاشتو ځنډ وروسته له دغه هیواد څخه د غلو صادراتو بیا پیل به په نړیوال بازار کې د خوراکي موادو د بېې د لوړيدو ستونزې په مهارولو کې مرسته وکړي.
اوستینکو وويل که چیرته بندرونه همدا اوس خلاص شي نو دوی به ۶۰ میلیونه ټنه غلجات د اته یا نهو میاشتو په جریان کې انتقال کړي خو که بندرونه په موثره توګه خلاص نه وي بیا به اوکراین د دغې غلې د انتقال له پاره ۲۰ تر ۲۴ میاشتو وخت ته اړتیا ولري.
آژانسونه. م.ک.ص / خ.ح