1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

پر اوکراين د روسيې يرغل او ناسم معلومات

۱۴۰۱ اسفند ۴, پنجشنبه

پر اوکراين باندي د روسيې له يرغل راهيسي د اوکرايني نازيانو، روسي جنگي جنايتکارانو او د لويديځ له خوا بنديزونو په هکله غلطي ادعاوي خپريږي. پوښتنه داده چي دغه ډول ناسم معلومات څنگه او د چا له خوا خپريږي؟

Ukraine-Krieg - Russland
د روسیې او اوکراین ترمنځ جگړهانځور: Mikhail Klimentyev/Pool Sputnik Kremlin/dpa

په اوکراين کي جګړه له دوولسو مياشتو راهيسي له هغو غلطو معلوماتو سره ملګرې ده چي لا هم پيچلي کيږي او د ډېرو لارو له خوا خپريږي. ځيني دغه ډول ناسم روايتونه زياتره وخت د بيلابيلو ايکټرانو لکه د روسيې دولتي رسنيو، ځوانو انفلونزرانو او په اصطلاح روبوتونو په وسيله خپريږي چي په اوکراين کي د جگړې تصوير او د هغې عواقب د روسيې مخاطبانو او همدارنگه په غرب کي کاروونکو ته انتقالوي.

همدارنگه د جگړې په هکله اوکرايني پلوه ناسم خبرونه هم د نړيوال حقيقت موندونکو له خوا خپريږي. پوښتنه داده چي دغه کيسې څه دي او په تيرو ۱۲ مياشتو کي د ناسمو معلوماتو کمپاينونو څرنگه وده کړې ده؟

جنوبي افريقا: له روسيې او چين سره پوځي تمرينات به له غرب سره اړيکي ترينگلي کړي

د روسي تر يرغل مخکي لا د روسيې له خوا په هره کچه، د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين څخه نيولې بيا د دولتي رسنيو له لاري او تر حکومت ته نيژدو بلاگرانوپوري ناسم معلومات خپاره سوي او پر اوکراين باندي يرغل پر حق بلل سوی.

د هغوی په اند د دغه يرغل علت د ناټو د ادعا پارونه ده چي روسيه گواښي. دا چي دغه روايتونه په لويديځ کي څه ډول اغيز کوي، دويچه ويلي وکولای سول هغه په حقيقت موندنه کي په گوته کړي. په هغو کي بيا هم هغه کلاسيک يا پخواني تخنيک کارول کيږي چي پکښي قرباني کس په مجرم باندي تبديليږي او حقيقت بل ډول ښودل کيږي.

د لوېديځ له خوا بنديزونه او د خوراکي موادو کمښت

د کارپوهانو په حواله دغه پرنسپ سړی کولاي سي د اروپايي ټولني او امريکا له خوا بنديزونو سره په تړاو کي وويني. د اروپا د بهرنيو اقداماتو (EAD) په څانگه کي د ستراتيژيکو بحثونو مشر لوتڅ گيولنر، څرگندوي: «بنديزونه او غبرگون ته د اصلي مشکل په سترگه کتل کيږي او لويديځ د هغو خوراکي موادو د کمښت د مسوول په توگه ښودل سوی چي همدا اوس موجود دی.»

د اوکراین جگړه: په اودیسه کی د بیړیو په مرسته د غله جاتو انتقالانځور: Kostiantyn Liberov/AP Photo/picture alliance

د خوراکي موادو د کمښت په هکله په روسي رسنيو کي لوېديځ هيوادونه مسئول بلل کيږي. دغه ستونزه د جگړې له امله نه، بلکي د غنمو د لوي صادرونکي هيواد روسيې پر وړاندي بنديزونو له امله رامنځته سوې چي نورو هيوادونو ته غنم واستوي.

دغه ډول ادعاوي د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له څرگندونو سره مطابقت لري چي د هغه علت د »روسيې پرضد يو طرفه محدوديتونه« او »د اروپايي ټولني له خوا په بشپړ ډول اعلان سوې  تجارتي جگړه« بلل سوې ده. خو دا يوه تيروتنه ده.

د اروپايي ټولني له خوا په نړيوال بازار کي د روسيې د خوراکي موادو د خرڅلاو په وړاندي هيڅ ډول بنديزونه نسته. د غذا د نړيوال سازمان وياند مارتين رينچ، د دې خبري پخلی له دويچه ويلي سره په مرکه کي وکړ.

همدرانگه په روسيه کي د غله جاتو د صادرولو اتحاديې روسگراين يونيون، هم زياتوي چي «موږ ټينگار کوو چي د روسيې پر وړاندي بنديزونه، د پرمختيا په درشل کي هيوادونو له پاره د خوراکي موادو صادرات او د زراعتي محصولاتو توليد نه اغېزمن کوي او نه به يې هم اغېزمن کړي.»

د جگړې په ميدان کي بری

په دواړو دښمنو خواوو کي د »بريو« او »ماتو« په هکله ناسم رپوټونه هم يو ستر خلاقانه بلوک رامنحته کوي. له نيوز گارډ څخه د مادلين روخې په حواله دا د اوکراين پر خوا هم دلالت کوي، خو دا د هغو ادعاوو په مقايسه ډير کم دی چي موږ د روسيې له خوا اورېدلي دي. طبعاً هغه اوکرايني پلوه ادعاوي چي موږ ليدلي د اوکراين پوځ د بري په هکله پکښي مبالغه سوې ده.

يو ښکاره مثال يې د جگړې په پيل کي دی: د کيف د تش په نامه ارواح، تر يرغل وروسته په لومړنيو اونيو کي ډېر اوکراينيان وهڅول. دلته خبره پر يوه جنگي پيلوټ وه چي په يوازي سر يې ۴۰ روسۍ الوتکي ويجاړي کړې. په دې اړه ويديوگاني او تصويرونه چي بايد هغه ښودل سوي وای، په مجازي فضا کي خپاره سول.

پوتین: غربیانو د اوکراین جنګ پیل کړ

د دويچه ويلي د پلټنو په نتيجه کي په اصطلاح د کيف روح اصلاً موجود نه وو. په دا وروستيو کي د اوکراين د هوايي ځواکونو مشرتابه هم څرگنده کړه چي د کيف روح يوه افسانه وه چي د اوکراينيانو له خوا جوړه سوې وه.

د روسي په خوا کي تازه مثال د ۲۰۲۳م کال په جنوري کي وو، کله چي د روسيې د دفاع وزارت يوه رسمي استازي ادعا وکړه چي روسيه پر دې قادره سوې چي د يوه ټوغندي په توغولو سره يې د کراماتورسک په يوه استوگنځای کي څه د پاسه ۶۰۰ اوکرايني عسکر ووژني. خو په همدغه ورځ نړيوالو ځايي خبريالانو دا معلومه کړه چي نه استوگنځای ويجاړ سوی او نه هم په هغه کي د عسکرو اوسيدل تاييد سوي دي.

کله چي خبره پر وژل سوو کسانو وي، نه روسيه او نه هم اوکراين په دې هکله د باور وړ ارقام وړاندي کوي. د اوکراين له خوا د روسي عسکرو د وژل کيدو ارقام ځيني وخت تر هغه لوړ وي لکه څنگه چي يې د امريکا متحده ايالاتو حکومت او يا هم ملگري ملتونه وړاندي کوي. خو د جنگ جگړو پر وخت د قربانيانو د دقيق شميرې معلومول هم آسانه نه وي، دا ځکه چي دواړې خوايي يې د خپلو پروپاگنډايي اهدافو له پاره کاروي. په داسي حال کي چي اوکراين له ۱۳۴ زرو روسي عسکرو د وژل کيدو څخه خبره کوي، روسيې په سپتمبر کي ۵۹۳۷ وژل سوو عسکرو څخه خبره کړې ده. 

د لوېديځو رسنيو بې اعتباره کيدل

که څه هم ډېر روسي پلوه او يا هم کريملن ته نږدې پروپاگنډونه نوي نه دي، خو تر يرغل څو مياشتي وروسته د هغوی پراخيدل او انعکاس بدل او څورنگه سوي دي. د دې په نتيحه کي د اروپايي ټولني په هيوادونو کي پر روسي دولتي رسنۍ RT  او سپونيک باندي بنديز ولگيد.

پوتین د روسېې د اټومي وسلو د تقوېې ګواښ وکړ

د جعلي اسنادو او ناسمو»حقيقت موندنو« ويبسايتو ترڅنگ مادلينا روخې د يوه نوي ډول څخه هم خبره کوي چي غلط خبرونه خپريدای سي. په مخ پر زياتيدونکي ډول د نړيوالو رسنيو لکه بې بې سي، الجزيره او همدارنگه دويچه ويلي تر لوگو لاندي هم په ټولنيزو رسنيو کي ساختگي ويډيوگاني او خبرونه خپريږي.

د روخې په خبره: «زه فکر کوم چي دا سي يو کار ډير د اندېښنې وړ دی، دا ځکه چي هغوی ډيري وخت قانع کوونکي معلوميږي او نه يوازي دا چي غلط معلومات خپروي، بلکي د دغو خبري سازمانونو په وړاندي د اعتماد ضعيف والي او په دې اړه عمومي گډوډي چي څه شي سم او څه شي ناسم دي، هم رامنځته کوي.

GP/NZ/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل