1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اوکراين د روسیې يرغل په انځورونو کې

۱۴۰۰ اسفند ۵, پنجشنبه

روسیې د پنجشنبې په سهار وختي پر اوکراين حمله وکړه. د اوکراين پر بېلا بېلو سیمو د توغنديو بريدونه وشول. د روسیې ځمکني عسکر اوکراين ته پرمختګ کوي او اوکرايني وګړي په تېښته دي. د اوکراين وضعيت په دې انځورونو کې کتلی شئ.

Ukraine Konflikt | Einwohner verlassen Kiew
انځور: Sputnik/dpa/picture alliance

په اوکراين کې يو دراماتېک سهار: پر اوکراین د روسیې د يرغل تر خبر وروسته د پلازمينې کيف په ګډون د اوکراين په بېلا بېلو سيمو کې لومړي راکټونه ولګيدل. خلک له کيف څخه د وتلو هڅه کوي. په داسې حال کې چې د کيف پر سړکونو پوځي موټرې ګرځي، خلک خپل سامان تړي او له ښاره وځي. دا هر څه د ګډوډۍ باعث ګرځي.

انځور: Chris McGrath/Getty Images

 

توغندي پر بېلا بېلو سيمو توغول شوي. په دې انځور کې عسکر په کيف کې د لګيدلي يوه راکټ پاته شوي ارزوي.

انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

 

له ځينو سيمو څخه تور دود پورته کيږي. په دې انځور کې د اوکراين په ختیځ کې د خارکوف څو میليوني ښار ته څېرمه د پوځي هوايي دګر څخه پورته کيدونکی دود ليدل کیږي.

انځور: Aris Messinis/AFP/Getty Images

 

ويل شوي چې د استوګنې پر سيمو هم توغندي توغول شوي دي. دلته د اطفايې عملې يو غړی د کابو ۳۰ زره نفوس لرونکي ښار چوهويف د استوګنې په سيمه کې د احتمالي هوايي بريد له کبله لګيدلی اور خاموشه کوي. دا سيمه له خارکوف څخه ختیځ لوري ته د يو څو کیلومترو په واټن کې پرته ده.

انځور: Wolfgang Schwan/AA/picture alliance

 

د څار د کامرو دغه لاندنې انځور د اوکراين سرحدي ساتونکي ځواک خپور کړی دی. په دې انځور کې ليدل کيږي چې روسي پوځي موټر د کريميا له پله اوکراين ته اوړي.

انځور: State Border Guard Service Of Uk/picture alliance/dpa/PA Media

 

د روسیې د بريد اغیزې د هيواد په ټولو برخو کې ليدل کيږي. په ليويو ښار کې چې کابو ۷۰۰ زره اوسيدونکي لري، د بانکي غرفو مخې ته د خلکو کتارونه ليدل کيږي. خلک هڅه کوي چې له بانکونو خپلې پېسې را وباسي.

انځور: Kunihiko Miura/AP/picture alliance
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب