1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر اوکراین برید به روسیې ته په ډیره لوړه بیه تمام شي»

۱۴۰۰ بهمن ۲۴, یکشنبه

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسیې له ولسمشر سره د اوکراین د کړکیچ په اړه تلیفوني خبرو کې ویلي دي چې واشنګټن د کړکیچ د ختمولو له پاره د سیاسي حل لارې په هڅه کې دی، خو له هر ډول سناریو سره د مقابلې له پاره امادګي لري.

Kombobild Biden und Putin
انځور: Jim Watson/Grigory Dukor/AFP

د اوکراین د کړکیچ د حل له پاره په ډیره لوړه کچه دیپلوماتیکي هڅې دوام لري. د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۱۲ نیټه) له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستۍ تلیفونې اړیکې په ظاهره کې کوم د پام وړ پایله نه درلوده.

د سپينې ماڼۍ له خوا د خپرې شوې اعلامیې په اساس د امریکا ولسمشر پوتین ته واضح کړې ده چې پر اوکراین د روسیې د برید په صورت کې به دغه هیواد او متحدین یي پریکړنده غبرګون وښيې؛ داسې غبرګون چې د روسیې له پاره به «په ډیره لوړه بیه» تمام شي.

بایډن په خپل یو ساعته تلیفوني خبرو کې پوتین ته ټینګار کړی چې امریکا اوس هم د سیاسي حل لارې په لټه کې ده، خو په عین حال کې له نورو سناریوګانو سره د مقابلې له پاره هم خپله امادګي لري.

نوموړي واضحه کړه چې پر اوکراین د روسيې برید به «لوی انساني درد او رنځ» رامنځته کړي او د روسیې اعتبار ته به زیان ورسوي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دې خبرې په ځواب کې ویلي دي چې لویدیځ هیوادونه، پر اوکراین د خپلو ژمنو عملي کولو له پاره لازم فشار نه واردوي.

د پوتین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف د «تاس» دولتي خبري آژانس ته ویلي، د روسیې ولسمشر ډاډ ورکړی چې: «د بایډن څرګندونې یي و ارزولې، خو په عین وخت کې مشخصه ده چې د مسکو کلیدي غوښتنې نه دي پرځای شوي.»

د پوتین مشاور همدارنګه وویل چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي حملې په اړه د امریکا خبردارۍ یوازې «ویره اچونه» ده. نوموړي په عین وخت کې زیاته کړه چې د بایډن او پوتین تلیفوني خبرې «متناسب او پر محوري موضوع» شوې دي.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم پر لویدیځو هیوادونو انتقاد کړی دی چې د قریب الوقوع بریدونو په اړه خپلو خبرداریو سره یي د هیواد خلک په ویره کې اچولي دي. نوموړي د داسې یوه برید د پلان موجودیت په اړه د شواهدو وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیرانو اړیکه

د امریکا او روسیې د ولسمشرانو له تلیفوني خبرو څخه مخکې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن هم له خپل روسي سیال سرګئ لاوروف سره تلیفوني خبرې کړي وې.

لاوروف یو وار بیا امریکا او اروپايي اتحادیه تورن کړل چې د امنیتي ضمانتونو په اړه یي د دغه هیواد غوښتنې له پامه غورځولي دي.

نوموړي همدارنګه د امریکا حکومت د روسیې پر وړاندې پر تبلیغاتي کمپاین تورن کړ او پر اوکراین د روسیې د قریب الوقوع برید په اړه رپوټونه یې «بی اساسه او یوازې پروپاګند» وبلل.

روسیې د ۲۰۲۱م کال د دسمبر میاشتې په وروستیو کې په څو لیکونو کې له امریکا او ناټو څخه د دغه دفاعي تړون د پراختیا او اقداماتو او همدارنګه د روسیې سرحدونو ته نږدې د ناټو د زیربناو او وسلو د مستقر کولو په اړه د حقوقي - امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې وه.

خپلو اتباعو ته د آلمان خبرداری

دا هم په داسې حال کې چې خپلو اتباعو ته د امریکا تر خبرداري وروسته، آلمان هم خپلو اتباعو ته له اوکراین څخه د وتلو ویلي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې په دې هکله راغلي دي: «د روسي پوځ د حضور او درنو تحرکاتو په پام کې نیولو سره د روسیې او اوکراین ترمنځ کړکیچ شدت موندلی دی او د نظامي شخړې رامنځته کیدو خطر موجود دی. که اوسمهال په اوکراین کې یاست، و ارزوئ چې آیا په دې هیواد کې ستاسې حضور په بشپړ ډول ضروري دی؟ که نه، نو اوکراین ترک کړئ.»

په پاسیفیک کې ټکر

د دیپلوماتیکو کشمکشونو ترڅنګ د امریکا او روسیې ترمنځ یوې بلې پيښې د خبرونو په سرټکو کې ځای نیولی دی چې د کوریل ټاپوګانو ته نږدې د امریکا د یوه اټومي اوبتل ځای پر ځای کیدو په هکله ده. دغه ټاپوګان په آرام یا پاسیفیک سمندر کې جاپان ته نږدې موقعیت لري.

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د امریکا یو اوبتل د روسيې له سرحد څخه اوښتی دی. روسیې د دغه اوبتل اقدامات «د بین المللي قوانینو ښکاره نقضول او د دغه هیواد ملي امنیت ته ګواښ بللی دی.»

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یوه ویاند د روسیې د دې خبرې په غبرګون کې، د «روسیې په اوبو کې د امریکایي اوبتل» د موجودیت ادعا رد کړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب