1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر اوکراین د برید په اړه روسیې ته د آلمان د صدراعظم خبرداری

۱۴۰۰ بهمن ۱۷, یکشنبه

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ امریکا ته له خپل سفر څخه مخکې روسیې ته پر اوکراین د برید په اړه خبرداری ورکړ او مسکو یې په شدیدو پایلو وګواښه. حکومتي اپوزیسیون واشنګټن ته په ځنډ سره د دغه سفر په ترسره کیدو نیوکه کړې.

USA Bundesfinanzminister Olaf Scholz in Washington DC
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ واشنګټن ته له خپل سفر څخه مخکې له «ولټ ام زونټاګ» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې د آلمان او امریکا او همدارنګه خپلو اروپايي متحدینو ترمنځ د همغږۍ سیاست مهم وباله.

د آلمان صدراعظم وویل هدف دا دی چې کرملین ته یو منسجم او همغږی پيغام واستول شي: «د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت نقضول به روسیې ته له سیاسي او جیوستراتیژیک پلوه شدید عواقب ولري او ټول اروپایي متحدین په دې برخه کې د نظر یووالی لري.»

شولڅ مخکې تر دې هم د اوکراین پولې ته نیږدې د سل زره روسي عسکرو د ځای پر ځای کولو له امله دغه هیواد ته خبرداری ورکړی وو: «وضعه ډیره جدي ده او دغه مخته تګ کیدای شي د جګړې پيل وي.»

روسیې په تیرو اونیو کې تر ۱۰۰ زرو ډیر عسکر او درنې وسلې د اوکراین په سرحدي کرښو کې ځای پر ځای کړې دي، خو د کرملین چارواکي وایي چې د اوکراین پر خاورې د برید نیت نه لري.

له بایډن سره د شولڅ لیدنه

د آلمان صدارعظم د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې ۷ نیټه) واشنګټن ته روانیږي، څو هلته د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.

تر دې وړاندې اولاف شولڅ د جمعې په ورځ د فرانسې له ولسمشر امانویل ماکرون او د بریتانیي له لومړي وزیر بورس جانسن سره د اوکراین د بحران په اړه خبرې وکړې. د اوکراین په سرحد کې د روسیې پوځیانو د ځای پرځای کیدو سره هم مهاله د اوکراین او روسیې ترمنځ د شخړې د کمولو له پاره هڅې هم دوام لري او د اروپايي هیوادونو د مشرانو ترمنځ لیدنې کتنې ترسره کیږي.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون به د دوشنبې په ورځ د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني. له دې لیدنې کتنې وروسته په پام کې ده چې ماکرون او د پولنډ ولسمشر اندژی دودا، به په برلین کې یوه درې اړخیزه ناسته ولري چې په هغې کې به د اوکراین د کړکیچ په هکله سلا مشورې شي.

شولڅ به د فبرورۍ په ۱۴ کییف او مسکو ته لاړ شي

د آلمان صدارعظم په تیرو ورځو کې په وار وار د اوکراین په ارتباط د خپل چلند له کبله د اپوزیسیون له خوا له نیوکو سره مخامخ شوی دی. د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند مشر فریدریش مرتس، د «بلډ ام زونتاګ» ورځپاڼې ته ویلي دي چې دا سفر ډیر په ځنډ سره ترسره کیږي او باید څو اونۍ مخکې ترسره شوی وای.

د آلمان د تر ټولو لوی اپوزیسیون ګوند مشر انتقاد کړی دی چې د آلمان صدراعظم په اروپا کې د سولې او آزادۍ پر وړاندې د لویو خطرونو په منځ کې ځان ورک کړی دی او د شولڅ چوپتیا هغه حیران کړی دی.

آلمان تر اوسه پورې اوکراین ته وسلې نه دي ورکړي. د دې کار علت بحران ځپلو او شخړیزو سیمو ته د آلمان د وژونکو وسلو د ورکولو د منع کولو قانون دی. اوکراین او د ناټو ختیځ متحدینو د آلمان پر دې دریځ شدیدې نیوکې کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب