1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

پر اوکراین د روسیې د بریدونو زیاتیدل او د اټومي وسلو ګواښ

۱۴۰۳ آبان ۱۲, شنبه

یوه لوړپوړي روسي چارواکي امریکا او متحدین یې ګواښلي دي چې که د روسیې موجودیت له خطر سره مخامخ شي له اټومي وسلو به کار واخلي. په ورته وخت کې روسیې پر اوکراین خپل بریدونه زیات کړي او د دوو کلیو د نیولو ادعا یې کړې ده.

آرشیف انځور: د ۲۰۱۳م کال په می میاشت کې د رسمې ګذشت پر مهال د وسلو نمایش
روسیې مخکې تر دې هم ګواښ کړی وو چې که د لویدیځ له خوا اوکراین ته له ورکړل شوو وسلو څخه د دوی پر خاورې د حملې له پاره استفاده وشي، له اټومي وسلو څخه به کار واخلي.انځور: picture-alliance/dpa/Itar-Tass/S. Karpov

د رویټرز خبري آژانس لیکلي دي چې د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري مدویدیف چې اوس یو لوړپوړی امنیتي چارواکی دی د شنبې (د نومبر میاشتې ۲ نیټه) په ورځ ویلي دي چې «که متحده ایالات فکر کوي چې زمونږ موجودیت ته د ګواښ په صورت کې به مسکو له اټومي وسلو څخه استفاده ونه کړي، نو تیروتنه یې کړې ده.»

روسیې مخکې تر دې هم امریکا او لویدیځو هیوادونو ته، چې اوکراین ته پیسې، پوځي روزنه او وسلې ورکوي خبرداری ورکړی وو، په هغه صورت کې چې د لویدیځ له وسلو څخه په استفادې د روسیې پر خاوره حمله وشي، نو هیواد به یې له اټومي وسلو څخه استفاده وکړي.

د اوکراین ولسمشر په پرله پسې ډول له لویدیځو هیوادونو څخه غوښتنه کړې ده چې اوکرایني ځواکونو ته دې د لیري واټن ویشتونکو هغو وسلو او توغندیو څخه چې د دوی په اختیار کې ورکړل شوي دي د روسیې په خاوره کې د نظامي اهدافو د په نښه کولو له پاره د استفادې کولو اجازه ورکړي، خو د اوکراین لویدیځ متحدینو تر اوسه پورې د اوکراین له دې غوښتنې سره موافقه نه ده کړې.

پر اوکراین د روسیې د هوایي بریدونو زیاتیدل

اوکرایني چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې بې پیلوټه الوتکو تیره شپه د دغه هیواد پر پلازمینې کیف برید کړی دی. زیاته شوې ده چې په دې برید کې لږ تر لږه یو تن پولیس ټپي شوی، د استوګنې کورونو ته زیان اوښتی او د اور لګیدنې سبب شوی دی.

مخکې تر دې د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو، بیا د دوو تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی وو او ویلي يي وو چې برید د شنبې ورځې تر سهاره پورې ادامه درلوده.

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟

02:00

This browser does not support the video element.

اوکرایني پوځ د شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د دغه هیواد د هوایي دفاع سیستم د روسیې له خوا له ۷۱ توغول شوو ډرونونو له جملې څخه ۳۹ یې را نسکور کړي او ۲۱ یې توانیدلي دي چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي.

روسیه: په اوکراین کې مو دوه کلي نیولي دي

د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ ادعا کړې ده چې روسي ځواکونو په ګړندي پرمختګ کولو سره د اوکراین په ختیځ کې دوه کلي تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي.

روسیه د څو اونیو راهیسې د دونتسک په ختیځ کې پرمختګ کوي او تر اوسه پورې لسګونو ښارونه او کلي یي نیولي دي.

د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د دغه هیواد ځواکونو د کوراخوف ښار ته نزدې د دونتسک په سیمه کې د کوراخیوکا یو لوی کلی «آزاد کړی» دی. روسیه هڅه کوي چې دغه صنعتي او مهم ښار تر خپل کنترول لاندې راولي.

روسي پوځ همدرانګه ادعا کړې ده چې شرقي لوګانسک ته نږدې د خارکیف په سیمه کې یې د پرشوتراونو کوچنی کلی هم نیولی دی.

د فرانسې خبري آژانس د جګړې د مطالعاتو امریکایي موسیسې د معلوماتو له مخې ویلي دي چې د روسیې پوځ د اکتوبر په میاشت کې د اوکراین ۴۷۸ کیلومتره مربع خاوره تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده چې دا پر اوکراین د روسیې د یرغل له لومړیو اونیو راهیسې د ریکارډ کچې پرمختګ دی.

آژانسونه: ش.ن/ا.و.ا

اوکراین: کرنیز ډرونونه څنګه د روسي پر وړاندې جګړه کوي

03:52

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب