1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د روسیې په برید کې لسګونه اوکراینانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۳ فروردین ۱۸, شنبه

د اوکراین په خارکیف او زاپروژیا ښارونو باندې د روسیې بې پیلوټه الوتکو او راکټي بریدونو په لسګونو اوکرایني اتباع وژلي او ټپیان کړي دي.د زاپروژیا د والي په وینا لږ تر لږه درې توغندي پر دغه ښار لګیدلي دي.

Ukraine Charkiw Zerstörung nach Bombardement
انځور: Vesa Moilanen/Lehtikuva/dpa/picture alliance

د زاپروژیا ښار والي ایوان فیدیروف ویلي لومړني دوه توغندي په استوګنیزو سیمو لګیدلي دي.

په داسې مهال چې د ژغورنې عمله او پولیس ځای ته رسېدلي وو، درېیم راکټ نږدې څلوېښت دقیقې وروسته ولګید.

د فیدیروف په وینا، لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي او تر شلو زیات ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې دوه خبریالان هم شامل دي.

 په اوکراین کې د امریکا سفیر دا برید په کلکه غندلی او دا یې یو «کرکجن»عمل بللی دی.

 د اوکرایین د پوځي سرچینو په وینا، روسیې په ظاهره غوښتل چې خبریالان او مرستندویه ځواکونه په نښه کړي.

د اوکراین په دویم لوی ښار خارکیف کې دبې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي. د دې سیمې والي د ټیلیګرام په ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې په دغه برید کې د ټلویزیون یوه شبکه او یو پلورنځی زیانمن شوي دي.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

02:33

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب