پر ايران باندي د اروپايي ټولني نوي بنديزونه
۱۳۹۱ دی ۳, یکشنبهاعلان
اروپايي ټولنې د ايران پر ضد نوي بنديزونه پلي کړي دي. د دې بنديزونو موخه د ايراني د اټومي پروګرام مخنيوی دی. په دغو بنديزونو کي د کښتۍ جوړولو، فولادو، نفتو د تکنالوژۍ او د صنعتي پروسس په برخه کې د کمپيوتري نرم افزارو پر سر بنديزونه هم شامل دي. سربېره پر دې د ايران د ګازو واردول او ترانسپورت هم منع شوی دی. د اروپايي ټولنې دغه مقررات د بانکي معاملو څارنه هم په بر کې نيسي.