1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر ایران د امریکا نوي بندیزونه به پر افغانستان څه اغیز ولري؟

۱۳۹۷ آبان ۱۴, دوشنبه

د ایران پر وړاندې د امریکا متحده ایالاتو نوي بندیزونه نافذ شول. په دغو بندیزونو کې د نفتو پر صنعت، بانکي راکړې ورکړې او نورو سربیره د انرژۍ برخې شاملې دي. افغانستان هڅه کوي د بندیزونو له اغیزه بچ پاتې شي.

Iran Einweihung des Hafens von  Chabahar durch Hassan Rouhani
انځور: picture alliance/dpa/AP Photo/E. Noroozi

د چابهار د بندر له لارې د سوداګرۍ محدودیدل د افغانستان ستره اندیښنه ده او د متحده ایالاتو له لوري د ایران پر وړاندې تازه بندیزونه ښایي له دې لارې د افغانستان، ایران او هند پر سوداګرۍ اغیز پرې باسي. دغو درو واړو هیوادونو په وروستیو کلونو کې د چابهار د بندر له لارې سوادګري پیل کړې ده.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د سیاسي او سوداګریزو اړیکو تر ترینګیلي کیدو وروسته، افغان سوداګر د کراچۍ په بندر کې له ډیرو خنډونو سره مخامخ شوي وو. افغانستان له هند او نورو هیوادونو ته د توکو د صادراتو له پاره د بدیلي لارې په لټه کې وو او د چابهار بندر د افغانستان له پاره بهترین انتخاب ګڼل کیده.

د مرکزي او جنوبي آسیا د چارو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز سره افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال نومبر څلورمه) ولیدل. د دغه ملاقات هدف پر ایران باندې تازه بندیزونه او پر چابهار بندرې باندې د هغې اغیز یاد شوی.

د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «د افغانستان حکومت مخکې هم د چابهار بندر په اړه د امریکا متحدو ایالاتو له حکومت سره خبرې کړې وې چې د دې بحثونو او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې سره د جمهوررئیس د نني بحث پایلې به ژر له خلکو سره شریکې شي او د افغانستان له پاره به ښې اقتصادي پایلې ولري. » دا چې «ښي اقتصادي پایلي» به څه وي، په هکله یې معلومات نه دي وړاندې کړی شوي. د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې ویاندانو هم په دې هکله نور معلومات وړاندې نه کړل.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت ‌ډاډ ورکوي چې افغانستان له څو هیوادونو سره راکړه ورکړه لري او د ایران پر وړاندې بندیزونه نه شي کولی پر اقتصادي وضعیت اغیز پرې باسي. د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «نن ورځ افغانستان یوې یا دوو لارو پورې نه دی تړلی. موږ ډیرې لارې لرو او د سیمې له هیوادونو سره د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو ۱۴ تړونونه لرو.»

د بیو لوړیدل

خو له دې ډاډ سره سره، د چارو ځیني شنونکي پر دې آند دي چې پر ایران باندې د متحده ایالاتو بندیزونه به د دې سبب شي چې د وارداتو توکو بیې لوړي شي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې پخوانی ویاند او د افغانستان د اقتصادي چارو کارپوه صیام الدین پسرلي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د ایران پر وړاندې د متحده ایالاتو تازه بندیزونه به په افغانستان کې د بیو د لوړیدو سبب شي، خو په خبره یي افغانستان اوسمهال د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره سوداګري لري چې کولای شي له ایران سره د سوداګرۍ تش ځای ډک کړي.

افغانستان له ایران څخه خوراکي توکي، ساختماني مواد، اومه مواد، لوښي او ځینې میوې راواردوي. د ښاغلي پسرلي په خبره د دوهم پړاو بندیزونو په نافذیدو سره د دغو اجناسو بیې لوړي شي: «کله چې بندیزونه وضع کیږي، موږ مجبوره یو چې د خپل تجارت مسیر ته بدلون ورکړو. ممکن هغه مواد چې له ایران څخه واردیږي، بیې يي لوړي شي.»

خو د سوداګرۍ وزارت وایي چې پر ایران باندې د دوهم پړاو بندیزونه د افغانستان پر بازار چندان اغیز نه لري: «زموږ سوداګري مخ پر ښه کیدو ده. موږ په تیرو درو کلونو کې د سیمې له هیوادونو سره خپله سوداګره ډیره کړې ده.»

له ایران سره د سوداګرۍ کمیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې د ارقامو له مخې د ۲۰۱۸م کال په لومړیو کې له ایران سره د سوداګرۍ ارزښت شا او خوا دوه میلیارده ډالرو ته رسیدلی وو، خو د بندیزونو له پیلیدو راهیسې دغه حجم راکم شوی دی.

د صیام الدین پسرلي، په خبره افغانستان په چابهار کې ځمکه رانیولي ده او یو شمیر افغان سوداګرو په هغې کې پانګونه کړې ده او شا او خوا ۱۶۰ شرکتونه په دغه بندر کې فعالیت کوي: «وروستي بندیزونه د دې سبب شول چې په چابهار کې د افغانانو فعالیت او باور کم شي.»

د سوداګریزو چارو دغه شنونکی وایي چې کله پر ایران باندې د متحده ایالاتو بندیزونه سخت شول نو پر بانکونو هم محدویتونه زیات شول او د بندیزونو له کبله د پیسو راکړه ورکړه هم له ستونزو سره مخامخ شوه او له دې کبله تجارتي راکړه ورکړه هم محدوده شوه. د هغه په خبره د ایراني د پولي واحد ریال د ارزښت کمیدو هم د دواړو هیوادونو پر سوداګرۍ منفي اغیز اچولی دی.

له ایران څخه د افغانستان په وارداتي اقلامو کې تیل هم شامل دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې د ارقامو له مخې افغانستان د اړتیا وړ زیات مقدار تیل له ازبکستان او د منځنۍ آسیا له هیوادونو پوره کوي او له ایرانه کم نفتي مواد واردیږي.

ح. همراز/ کابل

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب