1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر برلوسکوني باندي د پوتین سره پر ملګرتیا انتقاد

۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبه

د ایټالیا پخوانی صدراعظم، سیلویو برلوسکوني د روسیې د جمهوررئیس، ولادیمیر پوتین سره یې د ملګرتیا په خاطر بیا تر انتقادونو لاندي راغلی دی.

Vladimir Putin, Silvio Berlusconi
انځور: Mikhail Metzel/TASS/dpa/picture alliance

د تیري سې شنبې (اکتوبر میاشتي ۱۷) په ماښام ناوخته د برلوسکوني یو صوتي ثبت خپور سو چي هغه د پوتین سره د ملګرتیا پر بیرته تازه کولو باندي خبري کوي او وايي: «ما د جمهوررئیس پوتین سره یوڅه ارتباط بیرته برقراره کړ.» دغه ثبت خبري «له پریس آژانس» خپور کړی دی.

پوتین هغه ته د ۸۶ کلنۍ په خاطر « ۲۰ بوتله ودکا او یو ډیره مهربانانه خط» لیږلی ؤ، پر کوم باندي چي د اروپا اتحادیې سخت انتقاد کړی او دا یې د روسیې پرضد د اقتصادي تعزیراتو د وضع سوو مقراراتو خلاف کار بللی دی.  
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب