د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ جګپوړی طالب پلاوی به پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې پربهیر، پاکستان کې د افغان کډوالو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ولسي تګ راتګ او سوداګریزو اسانتیاوو او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
اسلام آباد کې پاکستاني خبریال طاهر خان دویچه ویله ته وویل:«د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن (د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګست ۲۴مه) اسلام باد کې وویل چې دوی به سبا سې شنبې د طالبانو له دغه پلاوي سره غونډه وکړي، خو نور جزیات یې ورنه کړل.»
طاهر خان زیاتوي چې ددغو خبرو ظاهري اجنډا خو افغان سوله او د دواړو هېوادونو اړیکې ګڼل کیږي، خو اصلي موضوع داده چې پاکستان د افغان سولې په تړاؤ اندېښنې لري. د دغه پاکستاني څېړونکي او خبریال پر وینا پاکستان په دې هڅه کې دی چې افغان سوله کې فعال رول ولوبوي.
د بندیزونو سربیره اسلام اباد ته د سفر موخه څه ده؟
دا سفر داسې مهال کیږي چې پاکستان دوه ورځې وړاندې پر ځینو طالب مشرانو بندیزونه وضع کړل او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې هم وغوښتل چې پر طالب مشرانو شته بندیزونه پلي کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دوی پر ملا برادر او سراج الدین حقاني بندیزونه لګولي. دغه دوه کسان پاکستان ته نه شي ورتللی او شتمنۍ به یې هم کنګلوي.
اړونده موضوع:پاکستان د طالبانو تر څنګ پر یو شمیر نورو افراطي ډلو بندیزونه لګولي دي
د نړېوالو اړیکو شنونکي ذاکر جلالي دویچه ویله ته وویل، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه بندېزونه د ۲۰۱۵ میلادي کال د ۲۲۵۵ ګڼه پریکړه لیک پر بنسټ دي، چې اوس د پلې کېدو وړ نه بریښي. نوموړي زياته کړه: «له دغو بندیزونو راوروسته ډير بدلونونه راغلي، هغه طالب مشران چې په دغه لیست کې یې نومونه دي ډیرو یې د نړۍ هېوادونو ته سفرونه وکړل، حتی دغه بندیزونه د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو په جریان کې د نهو میاشتو لپاره وځنډول شول او دغه ځنډ بیاځلې تمدید شوی هم دی.»
د ښاغلي جلالي پروینا پاکستان په نړېواله کچه د خپل حیثیت ساتلو لپاره پر طالب مشرانو د بندیزونو موضوع راپورته کړې.
له تور لیست څخه د پاکستان ویره
پاکستان اوسمهال د ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو په خړ لیست کې شامل دی. ذاکر جلالي وویل، اوس چې ددغه خړ لیست موده بشپړه شوې او پاکستان نه غواړي چې تردې ډي یې نړېوال حیثیت تر پوښتنې لاندې راشي او یا هم د ترهګری د ملاتړو هېوادونو په تور لیست کې شامل شي.
د افغان پارلمان یوه پخواني غړي صالح محمد سلجوقي دویچه ویله ته وویل، طالبان یو پوځي جریان دی چې ترشا یې د پاکستان دولت ولاړ دی.
ده زیاته کړه: «پاکستان د بندیزونو د عملي کېدو برخه کې وروستي اعلان سره نړېوالې ټولنې ته فریب ورکوي ځکه تر اوسه طالبانو څخه د ملاتړ په اړه صادق نه دی پاتې شوی.»
خو پاکستاني خبریال طاهر خان وویل، چې ملا برادر او ځیني نور طالبان یوازې پاکستان نه بلکې نورو هېوادونو ته هم سفرونه کوي.
د طاهر خان په خبره ملابرادر په دې وروستیو کې مسکو، ایران او نورو اروپايي هېوادونو ته سفرونه کړي او دا یواځې په پاکستان پورې اړه نه لري.
پر طالب مشرانو د بندېزونو عملي کېدو برخه کې د پاکستان له وروستي اعلان څخه افغان بهرنیو چارو وزارت هم هرکلی کړی، خو اسلام آباد ته ملابردار د تازه سفر په اړه یې تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.
اسماعیل شاکر – کابل
زموږ له آرشيف څخه:
په افغانستان کې په زرونو طالب بنديان هيله مند دي چې د سولې هوکړه ليک په لاسليک کولو سره به آزاد شي. د اسوشتيدپريس خبريالانو په څرخي پله زندان کې له هغو سره مرکې کړي دي. د هغوی د وضعيت په اړه جزئيات له انځورونو سره وګورئ!
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulد اسوشتيد پريس خبري آژانس خبريالانو د کابل په څرخي پله زندان کې طالب بنديانو سره مرکې کړې دي. د دغو خبريالانو په خبره، طالب بنديان د زندان په يوه جلا بلاک کې ساتل کيږي. دغه بلاک تر شديدو امنتي تدابيرو لاندې دی خو په خپله طالبان په بلاک کې دننه آزادي لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulد څرخي پله زندان مختلفې برخې لري چې يوه ځانگړی برخه يا ځانګړی بند يې د طالب بنديانو له پاره دی. طالب بندیان په خپل بند کې په آزاد ډول له يو بل سره ويني او خپل عبادات او مطالعې کوي. ځينو يې له بد چلند څخه شکايت کړی دی. د مولوي سهاب په نوم يو طالب بندي ويلي چې له غچ څخه ويره لري او بنديان د ساتونکو له خوا وهل ټکول کيږي. هغه شکایت کوي چې د يو شمير طالبانو د بند مودې تيرې شوي خو لا هم په بنديان دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulد اسوشتيد پريس خبري آژانس خبريالانو د طالبانو له سرچينو څخه معلومات ترلاسه کړي چې ګواکې دغې ډلې امريکايانو ته د ۵ زره طالب بنديانو نوملړ سپارلی چې د سولې د هوکړه ليک په امضا کولو سره دې آزاد شي. د دغه آژانس خبريالانو له يو شمير طالب بنديانو سره په څرخي پله زندان کې مرکې کړي دي. ځينو طالب بنديانو ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو د حکومت د وخت خاطرې بيان کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulپه دغې مرکه کې مولوي نياز محمد د طالب بنديانو د مشر په توګه ښودل شوی، خو هيڅ بندي هغه خپل رسمي مشر نه دی ښوولی. هغه ويلي چې خپله د بند ۱۵ کلنه دوره تيروي. نياز محمد د طالبانو د نورو مذاکره کونکو په څير په نرمه ژبه خبرې کوي. «طالبان به د پخوا په څير نه وي. موږ غواړو ښځې تحصيل وکړي او د اسلام په چوکاټ کې په ټولو برخو کې کار وکړي.»
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulد څرخي پله په زندان کې طالب بنديان موبايلونه لري او په آسانۍ له بهر سره اړيکې نيسي. د اسوشتيد پريس خبريالانو د سترګو ليدلی حال داسې ښکاره کوي چې طالب بنديان په زندان کې دننه منظمه شبکه لري او ټول بنديان يې د ولايتونو له مخې ثبت کړي دي، حتی پوهيږي چې څوک ناروغ دی او يا يې ژوند له لاسه ورکړی دی. مولوي نياز محمد ويلي دي: «افغان ځوانان نه بايد له طالبانو وډار شي؛ ځکه چې دا هغوی دي چې وطن جوړوي.»
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulد څرخي پله زندان د ۵ زره کسانو وړتيا لري، خو اوس يې په ۱۱ بلاکونو کې ۱۰۵۰۰ کسان بنديان دي. په دوی کې نژدې ۳ زره يې د طالب جنګياليو په ډله کې حسابيږي چې په يو مخصوص بلاک کې اوسيږي. امنيتي ځواکونه دغه بلاک ته په بشپړ احتياط او پر وسلو سمبال دننه کيږي. د زندان مسئولان وايي چې طالب بنديانو سره د چلند پر وخت هڅه کوي چې د بشر حقونو اصول رعايت کړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulدغه طالب بنديان د ساتونکو د بد چلند او د روغتيايي او هوساينې خدماتو له کمښت څخه شکايت کوي. خو د زندان مشر د هغوی دغه ادعاوې ردوي او وايي چې روغتيايي خدمات حتی له هغو چې دغو طالب بنديانو په خپلو کليو کې درلودل، بهتره دي. هغه ويلي دي چې دوی په اوونۍ کې درې ځله غوښه خوري او د بند په منځ کې آزاد تک راتک کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gulمسئولانو ويلي چې د زندان روغتون د جوړيدو په حال کې دی. طالب بنديان کتابتون، ښوونځي، د سواد زدکړې کورس او جومات ته هم لاسرسی لري او خپل لمونځونه په جمع او خطبو سره ادا کوي. ځينې د طالب بنديانو آزادول د جګړې د پاي او د سولې د هوکړه ليک په لاسليک کولو کې موثر ګام بولي، خو ځينې شنونکي بيا وايي چې د طالبانو په خبرو او عمل کې روښانه تفاوت شته او د دغو جنګياليو خوشي کول به امنيتي وضعيت نور هم خراب کړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul